دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېدرید نوي فکر مبارز | نورالله پتمن

د نوي فکر مبارز | نورالله پتمن

قوي هوډ او مبارزه مو د ژوند تر ټولو ستره مبارزه ده، موږ تل د یو مبارز شخص په توګه را څرګند شوي یو، خو په دغه لار تر پای نه یو تللي، په دغه لاره باندې تلل کلکې ارادې ته اړتیا ده.

بریا ته راسیدل مو په سم فکر او زهن پورې تړلي ده، که وغواړو چې ځان بریالی کړو، نو باید د یو بریالي فکر او زهن خاوندان اوسو.

بریالیتوب اسانه ده د هر څه لپاره چې لګیا یو باید په ډیر صداقت او ريښتنوالي یې تر سره کړو تر څو ځان او نور د دغې لارې مالکان کړو.

ستر خوشحال بابا وایي:

((هغه کس ډېر د ستاینې وړ دی چې خپل بار په بل چا نه اچوي بلکې د بل بار په اوږو وړي)).

موږ باید د بل لپاره کار وکړو تر څو ټول له دغې بریا څخه خوند واخلو.

موږ مبارزه وکړه خو مبارز پاتې نه شوو موږ د خپل مشر لپاره مبارزه وکړه خو مشران مو د خپلې مبارزې محکم دیوالونه نه وو ځکه نو ژر ونړیدل، موږ مبارزه په دوو برخو ویشلي ده یو د پاکې او سیپڅلي لارې مبارزه وه، چې زموږ ستر لار ښود محمد (ص) د اسلام مبارک دین د خپریدو لپاره وکړه.

بل مبارز پښتون خان عبدالغفار خان وو چې د وخت حاکمو دولتونو هر ډول ګوزارونو ته یې ځان ورکړ، خو د وخت او نن مبارز یاد شو.

همدغسې د هندوستان ستر مبارز مهاتما ګاندي هم تر اوسه د خلکو پر زهنونو کې ځای نیولی دی.
ځینې نور چې په خپله مبارزه کې درواغجن او د یو خراب فکر لرونکي وو په تیر او نن دواړو کې ناکام پاتې دي.

موږ باید د یو ځوان فکر او د تیرو تجربو ته په کتو خپل ګامونو اوچت کړو، پر موږ تیر باید د وخت تجروبې وبولو او په راتلونکي کې یې د تکرار لپاره په یو نوي فکر کار وکړو
شاعر وایي”
په خوب ویده فکرونه ولړزیدل
ښه شوه، پدې سیمه یو جنګ په کار وو
موږ باید په ټولنه کې د یو نیک نوم لرونکي وو تر څو په خلکو کې نیک نام شو.

انشټین څه ښه وایي: ((نیک نوم هغه جامو ته ورته دی چې هیڅ کله هم نه زړیږي))

نو تل باید ستا نوم په ټولنه کې تکراریدونکی او نه زړېدونکی وي.

موږ تل باید د غښتلي هوډ په درلودلو سره د هر څه خاوندان اووسو.

همدا موږ یو چې ټولنې ته به بدلون ورکوو او د نوي فکر د سمښت او سمبالښت لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ ساتو، خپل فکر باید په خپل واک کې ولرو، تر څو د یو ښه فکر خاوندان اوسو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب