چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeمقالېدرید امریکا او ایران ترمنځ مخامخ جګړه | آقامحمد قریشي 

د امریکا او ایران ترمنځ مخامخ جګړه | آقامحمد قریشي 

له هغه وروسته چې امریکايي الوتکو د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ایران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې نامتو قومندان، جنرال قاسم سلیماني وواژه، د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجو او ګواښونو زور اخیستی، تر دې چې، ځیني دا ویره احساسوي چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ جګړه ونښلي. د افغانستان په شمول د ایران نور ګاونډي هېوادونه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجې له پراختیا اندېښنې لري. منځني ختیځ کې هم ددې لانجې په تړاو پراخ بحثونه کېږي، ځینې یې د خورا خطرناکې اوږدمهاله جګړې اټکل کوي.  

ایران د امریکا برید د نړیوالو اصولو خلاف کړنه بولي او ګواښ یې کړی چې د خپل نامتو قومندان سلیماني غچ به اخلي. امریکا وايي پر سلیماني یې په دې خاطر برید وکړ، ځکه هغه د یو شمېر امریکايي نظامي او ملکي وګړیو د وژل کېدو عامل و. د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال، مایک پینس تازه څرګنده کړې چې سلیماني په ۲۰۰۱ز کال کې د سپټمبر د ۱۱مې، لس بریدګر د ایران له لارې افغانستان ته لېږلي وو. امریکا له هغه وروسته د ایرن پر ضد ورته ګام واخیست چې په بغداد کې د امریکا سفارت له سختو ګواښونو سره مخ شو. امریکا ددې ګواښونو پړه پر ایران اچوي. امریکا پر ایران تور لګوي چې د قدس ځواک پر مټ په لبنان کې د حزب الله، په عراق کې د حشد شعبی، په سوریه کې د فاطمیون لښکر او په یمن کې د انصارالله په نومونو ډلو سره اړیکې لري او د هغوی هراړخیز ملاتړ کوي. 

د ایران او امریکا لانجې اوږده مخینه لري، دواړه هېوادونه یو بل ته سخت ګواښونه کوي، تازه اندېښنې دادي چې ددې ګواښونو پایلې به خطرناکې وي، تر اوسه نه ده جوته چې امریکا او ایران به مخامخ جګړې ته ننوځي، که به یو ځل بیا، په سیمه کې نیابتي جګړې ته زور ورکړي. 

اوسنیو حالاتو ته په کتو سره د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ جګړې امکان کم دی. ښايي د امریکا کانګریس او ملت له امریکايي حکومت سره په منځني ختیځ کې له عراق وروسته یوه بله اوږده، لویه او د لوړو لګښتونو لرونکې جګړه، ونه مني. بل لور د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ښايي چین او روسیه دواړه، هڅه وکړي چې ددې جګړې مخه ډب کړي. له اسرئیلو پرته ښايي د امریکا نور نړیوال ملګري، نه یواځي له دې جګړې سره ملګرتیا ونکړي، بلکې د جګړې په لګښتونو کې هم ملاتړ وسره ونکړي، پایله دا چې؛ په ورته حالاتو کې امریکا نه غواړي له ایران سره نېغې جګړې ته ننوځي. 

که څه هم ایرن ستراتيژيک ملګري لري، خو دا چې چین او روسیه دواړه په روانه لانجه کې مخامخ ښکېل نه دي، ځکه نو د لویې او مخامخ جګړې امکان کم برېښي. ایران له یو شمېر جدي ګواښونو سره مخ دی، نشي کولای د نړۍ له یوه ځواکمن هېواد سره اوږدې جګړې ته ننوځي. د ایران اوسنی اقتصادي حالت چې د تېرو څو کلونو پرلپسې اقتصادي بندیزونو ځپلی، نشي کولای د جګړې دروند بار پورته کړي. په ایراني نظام کې دننه ډېر اندونه د مخامخ جګړې مخالف دي. په کور دننه یې لاریونونه او اختلافات بل اړین بحث دی چې د جګړې له پیل سره به لا زور اخلي، دغه مخالفتونه ښايي د ایراني نظام پر وړاندي د یوه ګواښ په توګه یو ځل بیا را څرګند شي. 

دا چې د امریکا او ایران ترمنځ په دومره کړکېچنه لانجه او ګواښونو سربیره بیا هم د مخامخ جګړې امکان ډېر کم دی، نو څه به کېږي؟ تر ټولو لویه اندېښنه په سیمه کې د نیابتي جګړې پراختیا ده، چې تر بل هر چا یې لوی زیان د ایران ګاونډیو هېواودونو ته رسېږي. که څه هم ددې جګړې ډېر تمرکز به پر منځني ختیځ په ځانګړې توګه پر عراق او سوریه باندي وي، خو افغانستان هم له دې احتمالي ګواښ څخه خوندي نه دی. د سلیماني د وژل کېدو په غبرګون کې ځينو افغان سیاستوالو سلیقوي اعلامیې خپرې کړي، خو د دولت دریځ معقول، بې طرفه او د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو سره یو مناسب اقادم ګڼل کېږي. 

که خدای مګړه د دواړو هېوادونو ترمنځ پراکسي جګړه زور اخلي، یوه لویه اندېښنه داده چې ښايي ایران په مرکزي افغانستان کې د فاطمیون لښګرو لپاره بستر جوړ کړي او هماغلته د امریکايي ګټو پر خلاف بریدونو ته زور ورکړي. دا کار ښايي د افغان حکومت لپاره یو سرخوږی شي، خو د افغانستان د نظامي ځواک پیاوړتیا ته په کتو سره ښايي دا ځواک ژر وځپل شي او ددې توان پیدا نکړي چې خپلې جګړیزې رېښې وغځوي. 

بله اندېښنه داده چې ښايي ایران د طالبانو پر لاس له امریکا غچ واخلي او یا هم د خپلې نیابتي جګړې د پراختیا لپاره په افغانستان کې له دې تحرکي عامل څخه ګټه پورته کړي، خو ددې احتمال پر وړاندي هم خنډونه شته؛ افغان طالبان هر کله وايي، چې هغوی هیڅ نړیواله اجنډا نه لري، دې خبرې ته په کتو سره، د طالبانو رهبري ښايي د امریکا او ایران ترمنځ لانجه کې د ښکېلتیا څخه ډډه وکړي. 

پاکستان د امریکا ستراتيژيک ملګری پاته شوی، د پاکستاني نظامیانو د روزنې هغه پروګرام چې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ درولی و، تازه بیرته په پیلیدو دی، که امریکا یو ځل بیا پاکستان ته د مرستو لاس ور اوږد کړي، پاکستان کولای شي پر طالبانو فشارونه زیات کړي چې د امریکا په خلاف د ایران ملګرتیا ونکړي. د افغانستان د سولې پر بهیر هم ښايي د ایران او امریکا اوسني مخالفتونه اغېز پرېباسي، خو دا به په دومره کچه نه وي چې خدای مګړه بیخي دا بهیر په ټپه ودرېږي. په دې چاره کې هم امریکا د پاکستان له نفوذ څخه ګټه پورته کولای شي.  

د افغانستان حکومت ته په کار ده چې له یوې خوا خپله بشپړه بې طرفي وساتي، له بلې خوا پرې نږدي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي، په دې کار سره کولای شي چې احتمالي ګواښونه لیرې کړي. له امریکا سره د یوه ستراتيژيک ملګري په توګه خپلې اړیکې وپالي او له ایران سره د تېر په څېر د یوه ګاونډي هېواد په توګه پر درناوي سربیره د سیمه ییزې همپالنې د نظریې پر بنسټ ورسره سیمه ییزې مخامخ او نا مخامخ همکارۍ او اړیکې وپالي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب