لیکنه مقتصد
په افغانستان کې ځوانان له سیاسي مسایلو سره ډېره علاقه لري خو په هغو مناظرو، سیاسي غونډو او چارو کې، چې د سیاسي حزبونو له لوري پر مخ وړل کېږي د ځونانو نه ګډون او همداراز یې د دغه هېواد ټاکنو کې په رای ورکوونکو کې د ځوان نسل کمښت لا هم ترسترګو کېږي.
ځوانان د مختلفو عواملو له کبله له سیاسي غونډو او مناظرو سره کمه علاقه لري؛ د «سیاسي حزبونو او سیاستوالو» منفي څېره او کم علمي له سیاسي مسایلو څخه د ځوانانو د نه تمې لامل شوی.
په افغانستان کې د پردیو استخباراتي شبکو او تروریستي ډلو، سربېره د هیواد سیاسي طبقې هم د خپلو هدفونو لپاره له اقتصادي، فرهنګي، تعلیمي، روغتیايي او داسې نورو نعمتونو څخه خپل ولس لرې ساتلی دی.
دوی تل په دې لټه کې وي چې د ولس او په خاص ډول ځوان نسل له احساساتو او سیاسي شعور نه لرلو څخه په استفادې ګټه پورته کړي او په یوۀ نه یو ډول سره د ځوان نسل په سرنوشت لوبې ترسره کړي، څو وکولای شي د واک او قدرت په څوکۍ پاتې شي.
که د ځوان نسل پرمختګونو ته دقیق شو، نو وبه پوهیږو، چې د سیاسي مسایلو ردول او د علاقې نشت اوږد تاریخ لري او مختلف عوامل په کې دخیل دي. د دې تر څنګ، ډېری ځوانان چې له سیاست او سیاسي حزبونو څخه ناهیلي کېږي، هڅه کوي چې له ژوند څخه د وتلو لاره ومومي او په پایله کې دې ته اړ کږي، چې یوازې خپلو شخصي مسایلو ته پاملرنه وکړي.
د بې وزلي او بې کاري ستر لامل هم بې کفایته او خودپرسته چارواکي بلل شي، چې هڅه کوي د ځوانانو له مجبوریته ګټه پورته او د خپلو اهدافو قرباني یې وګرځوي.
دا چې تل په ماضي کې ځوان نسل د سیاسي اهدافو قرباني شوی نو اوسني ځوانان هم د سیاست نړۍ ته له ورننوتلو وېرېږي، ځکه سیاست په سطحي بڼه درک شوی او ځینو بیا داسې درک کړی، چې سیاست یعنې «ټاکنې او پارلمان» دی، یوازې په قدرت پورې اړوند دی او د قدرت لپاره مبارزه کوي.
کم علمه چارواکي او د سیاسي ګوندونو مشران سیاست د دولت ماتول، ظلم، ستم او بد سیاسي حالت بولي.
پخپله سیاسيون د سیاسي شعور نه درلودلو سره له سیاست څخه یوازي د واک او فساد په برخه کې استفاده کوي، چې له تقلب، له قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنې، ظلم او رسوایۍ سره مخ دي.
دولت مشران خپل قدرتونه او شتمني د دې پر ځاى چې د خپلو خلکو د خدمت په لاره کې ولګوي، برعکس د خپلو خواهشاتو، موخو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره په کار اچوي، چې په پایله کې یې هیوادوال له زده کړو پاتې کېږي، بې وزله کېږي او وژل کېږي؛ چې را روان نسل یې بیا د تل او تل لپاره ددې ټولو بدمرغیو په مخکې قرباني ورکوي، د شتمنو، قاتلینو، چارواکو غلامي کوي.
لازمه داده؛ چې یوځوان باید سیاست او په هغه باندې پوهېدل یوه مهمه دنده وبولي او کوم ځوانان چې پخپل وخت ځان وپېژني، سیاسي شعور او ازادۍ ترلاسه کړي، پرمختګ کوي او هغوی چې د واکدارانو چاپلوسي کوي، د عمر تر پایه له پرمختګ او خپلواکۍ څخه بې برخې کېږي او بلاخره خپل نسل ته یو بې سرنوشته او تور تاریخ پرېږدي.