له نن څخه ۱۹۳ کاله پخوا د ۱۸۳۲ د مارچ په ۲۲ مه د جرمني ستر شاعر، ډرامه لیکوال، ناول لیکوال، ساینسپوه، کره کتونکی، ډایرکتر او اماتور هنرمن یوهان والفګانګ ګوینه د ۸۲ کلونو په عمر په وایمار کې مړ شو.
د ګوینه ژوند ته کتنه
یوهان ولفګنګ فون ګویته (د ۱۷۴۹ کال د اګست ۲۸، فرانکفورت ام ماین [جرمني] – د ۱۸۳۲ کال د مارچ ۲۲، وایمار، ساکس وایمار) جرمنی شاعر، ډرامه لیکونکی، ناول لیکونکی، ساینسپوه، سیاستوال، د تیاتر مدیر، منتقد، او اماتور هنرمند و، چې د جرمني د ادبیاتو د معاصرې دورې تر ټولو ستر شخصیت ګڼل کېږي. ګویته یوازینی جرمنی ادبي شخصیت دی چې د خپل اثر د پراخوالي او نړیوال شهرت له پلوه د جرمني له نامتو فیلسوفانو (چې ډېر کله یې له افکارو الهام اخیستی) او کمپوزرانو (چې ډېر ځله یې د ګویته پر اثارو موسیقي ترتیب کړې) سره سیالي کولی شي.
د جرمني ژبې ویونکو هېوادونو په ادبي حلقو کې د ګویته مقام دومره لوړ و چې له اتلسمې پېړۍ راهیسې د هغه آثار “کلاسیک” بلل شوي دي. په اروپايي کلتوري منظره کې دی د رومانتيک غورځنګ تر ټولو مرکزي او بېسیاله استازی ګڼل کېږي. ویلای شو چې ګویته د هغه عصر له کلتور سره همداسې اړیکه لري چې د روښانفکرۍ له دورې پیل شو او تر نن ورځې پورې دوام لري؛ همداسې لکه چې ویلیم شکسپیر د رینسانس له کلتور سره او دانتې د منځنیو پیړیو له کلتور سره تړاو لري. د ګویتې اثر فاوست، چې د تیاتر لپاره هم مناسب ګڼل کېږي، د جان میلټن د ورک شوي جنت (Paradise Lost) له وخته راپه دې خوا، که د دانتې د الهي کومېډي (The Divine Comedy) نه وي، نو د اروپا تر ټولو ستر اوږد شعري اثر دی.
لومړني کلونه (۱۷۴۹–۱۷۶۹)
ګویته د جرمني د اتلسمې پېړۍ د ادبیاتو د احیا له هغو محدودو شخصیتونو څخه و چې په بشپړ مفهوم “بورژوا” بلل کېده. د ډېرو همعصرو برعکس، ده ته لږ تر لږه د خپل ژوند په لومړۍ نیمایي کې اړتیا نه وه چې د شهزادهګانو مالي ملاتړ ترلاسه کړي یا د دولتي ماموریت یا علمي دندې لپاره هڅه وکړي. فرانکفورت، چې دی پکې زېږېدلی و او ټولنیزې نظریې یې هلته جوړې شوې، هغه مهال هم یو شتمن سوداګریز او مالي مرکز و، خو په عین حال کې تقریباً یو خپلواکه جمهوریت و، چې د مقدس روم امپراتورۍ دننه یې د ښار-ایالت په بڼه فعالیت کاوه. هغو اشرافزادهگانو او لویو او کوچنيو واکمنانو، چې د ګویته د وروسته ژوند یوه مهمه برخه وه، د ده په ماشومتوب کې هېڅ رول نه درلود؛ دی د یوې شتمنې کورنۍ یو ښاري ماشوم و، چې په اصل کې یې ژوند د منځني قشر د نړۍ برخه و.
د هغه پلار، یوهان کاسپار ګویته (۱۷۱۰–۱۷۸۲)، چې د یو شتمن خیاط او وروسته هوټلساتونکي زوی و، یو سوکاله سړی و چې په میراث ورته ډېره شتمني رسیدلې وه. هغه په لایپزیګ او ستراسبورګ کې د حقوقو له زدهکړې وروسته، ایټالیا، فرانسې او لاندې هېوادونو ته سفر وکړ او بیا یې خپل وخت د کتابونو او نقاشیو راټولو او د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره وقف کړ. د ګویته مور، کاترینا الیزابیت تکستور (۱۷۳۱–۱۸۰۸)، د فرانکفورت تر ټولو د جګپوړي دولتي چارواکي لور وه او یوه فعاله او د ژوندی طبیعت خاونده مېرمن وه، چې له خپل زوی سره یې د عمر توپیر له خپل خاوند سره تر توپیر ډېر کم و.
ګویته د خپلو اوو وروڼو او خویندو په منځ کې مشر و، خو یوازې یوه بله خور یې ژوندۍ پاتې شوه، کورنیلیا (۱۷۵۰–۱۷۷۷)، چې ورسره یې ډېر ژور مینهناک احساسات لرل، خو داسې ښکاري چې دی د دې مینې احتمالي غیر اخلاقي بڼې ته هم متوجه و. د شاعر په ماشومتوب کې یو بل عاطفي عامل چې ښايي د هغه پر وروسته وده یې اغېز کړی وي، د هغه له یوه کشر ورور سره د مینې او کرکې ګډ احساس و. دا ورور په ۱۷۵۹ کال کې په شپږ کلنۍ کې مړ شو. له دې امله، ګویته له خپلو ادبي همعصرو سره پیچلي او مبهمې اړیکې لرلې، که څه هم هغوی یې «وروڼه» بلل، خو د هغوی د ادبي او هنري کارونو په اړه یې له څه ویلو ډډه کوله.
ګویته تر ۱۶ کلنۍ پورې له خپلې خور سره یو ځای د خپلو خصوصي ښوونکو لهخوا په کور کې روزل کېده. د هغه پلار د زوی د زدهکړو لپاره پلانونه لرل او غوښتل یې چې ګویته د ده پر پله پل کښېږدي: د حقوقو زدهکړه وکړي، په ویڅلار (Wetzlar) کې د مقدس روم امپراتورۍ په ستره محکمه (Reichskammergericht) کې تجربه ترلاسه کړي او بیا د ایټالیا یو اوږد سفر وکړي، تر دې وروسته واده وکړي، کورنۍ جوړه کړي او شاید د ښار د اداري سیستم په لوړو څوکیو کې کار وکړي، هغه څه چې د پلار لپاره شوني نه و. ګویته په ډېر ځنډ په زړښت کې د پلار داې غوښتنې ته ملا وتړله خو د پلار تر مړینې څو کاله وروسته یې هغه لاسه کړه.
زدهکړې او د ادبیاتو پیل
په ۱۷۶۵ کال کې ګویته د حقوقو د زدهکړې لپاره لایپزیګ ته لاړ. دا پوهنتون په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جرمني د ادبياتو د احیا مرکز و. هلته په غیر مستقیم ډول د وینکلمان شاګرد شو. ګویته پوهنتون ته د تلو پر مهال یوه مذهبي ډرامه او یو اخلاقي ناول تقریباً په بشپړ ډول له ځان سره راوړل، خو کله چې یې دا آثار خپلو ملګرو ته ولوستل، په قصدي ډول یې وسوځول، ځکه چې هغه یې د خپل پرمختللي ذوق لپاره نامناسب وبلل. وروسته یې عاشقانه شعرونه او یوه کلیوالي ډرامه Die Laune des Verliebten (د عاشق مزاج، ۱۸۰۶، انګلیسي ژباړه: The Lover’s Caprice) چې په ۱۷۶۷ کال کې پیل شوې وه، ولیکله.
ګویته د یوه هوټل د خاوند له لور، کېتشن شونکوف سره مینه پیدا کړه، خو هغې یو بل سړی، چې وکیل و او وروسته د لایپزیګ مرستیال ښاروال شو، غوره وګاڼه. ګویته د دې بېوفایۍ بدل د خپلې لومړنۍ جدي ډرامې Die Mitschuldigen (شریکان په ګناه، ۱۷۸۷) په لیکلو واخیست، چې په نظم کې لیکل شوې وه او له واده وروسته د یوې ښځې پښېماني انځوروي. د خپلو ژوبلو شویو احساساتو له کبله ډېر ناآرامه شو او روغتیا یې هم خرابه شوه—ممکن د نري رنځ (توبرکلوز) په ناروغۍ اخته شوی وي. بالاخره، د ۱۷۶۸ په سپټمبر کې، د زدهکړو له بشپړولو پرته بېرته فرانکفورت ته ستون شو.
وروسته له دې، په یوه بله ناروغۍ اخته شو چې نژدې و مړ یې کړي، خو له روغېدو وروسته یې د ازادفکرۍ له عقیدې څخه د لنډمهال لپاره مذهب ته مخه کړه. په همدې وخت کې، نوموړي په جدي ډول کیمیا (alchemy) هم ولوستله او ښايي همدلته یې د فاوست د ډرامې مفکوره هم په ذهن کې راغلې وي—د یوه نیمه افسانوي شخصیت کیسه چې د پوهې او قدرت د ترلاسه کولو لپاره خپل روح پر شیطان پلوري او د ګویته تر ټولو ستر اثر ګڼل کېږي.
د یوهان ولفګانګ فون ګویته شتوُرم اوُ ډرانګ (۱۷۷۰–۱۷۷۶)
د ۱۷۷۰ له اپریل څخه د ۱۷۷۱ تر اګست پورې، ګویته په ستراسبورګ کې دوکتورا وکړه. خو، هغه دا وخت له خپل مسیحي پړاو څخه وتلی و، او د خپل تېزس لپاره یې د کلیسایي قانون یوه داسې موضوع انتخاب کړه چې د لرغوني یهودي دین ماهیت ته یې اشاره درلوده. دا تېزس، چې د لسو حکمونو (د لسګونو وصیتونو) حیثیت یې تر پوښتنې لاندې راوست، دومره جنجالي ثابت شو چې ونه منل شو—لکه څنګه چې شاید هغه غوښتل—او پر ځای یې د حقوقو د لیسانس لپاره په شفاهي ډول په لاتیني ژبه ازموینه ورکړه، چې د دود له مخې د دوکتورا عنوان هم ورسره ورکول کېده.
د حقوقو زده کړې په وروسته ژوند کې ورته ګټورې ثابتې شوې؛ د ډېرو نورو ادبي همعصرانو برعکس، چې د الهیاتو، فلسفې، یا کلاسیکي فیلولوژۍ پس منظر یې درلود، ګویته له پیله یو عملي شخص و.
خو ستراسبورګ د فکري بیدارۍ یوه صحنه هم وه، چې د ګویته مذهبي عقاید یې وربدل کړل. د ۱۷۷۰–۱۷۷۱ په ژمي کې، یوهان ګوتفریډ فون هېردر، چې لا دمخه یو نامتو ځوان ادبي مفکر و، د سترګو د جراحي عملیاتو لپاره ستراسبورګ ته راغلی و. په یوه تیاره خونه کې د دوی اوږدو خبرو اترو، ګویته ته دا ور وښوده چې ژبې او ادبیاتو ته باید په یوه نوې او تقریباً انسان پېژندونکې طریقه وګوري: لکه د شکسپیر، د سکاټلنډ د پولو ولسي سندرې، یا د ۱۶مې پېړۍ د جرمني مارتین لوتر.
هېردر ډېر ژر ګوته د یوه داسې یو شخصیت په توګه تشخیص کړ چې ښایي په خپل وړخت کې لوی نقش ولوبوي، او ګوته د هېردر د ولسي ادبیاتو پر وړاندې د لیوالتیا له کبله په ستراسبرګ کې د جرمنيژبو کلیو له زړو مېرمنو څخه شاوخوا ۱۲ ولسي سندرې راټولې کړې، او خپله یې هم د سندرو لیکلو هڅه وکړه.
0000
د آلزاس سیمې ته د آس سپرلي په سفرونو کې، ګوته د خپلې مورنۍ ژبې ولسي رېښو ته متوجه شو، په داسې حال کې چې د هماغه وخت د انګلیسي احساساتي ادبیاتو (Sentimentalism)، لکه د لارنس سټرن A Sentimental Journey (۱۷۶۸) کتاب تر اغېز لاندې راغلی و، او طبیعت ته یې یوه نوې احساسي لېوالتیا پیدا شوه.
هغه دا هم درک کړه چې د ستراسبرګ کلیسا یوه معماري شاهکار ده، سره له دې چې د هغې ګوتیک سټایل، چې هغه استباهاً تر ډېره آلمانی ګڼلی و، په هغه وخت کې د چا ور پام نه و. هغه د Von deutscher Baukunst (۱۷۷۳؛ «د آلماني معمارۍ په اړه») مقالې لیکل هم پیل کړل، چې د دې معماری ستاینه پکې شوې وه.
ګویته بیا مین شو. ده راین سیند ته نژدې په سېسنهایم کوچني کلي کې، د یوه پادري په کور کې، یې داسې یو کلیوالي جنت وموند چې د هېردر د الهام ورکړي آلماني ژوند د تصور تجسم ورته ښکارېده.
له فریدرېکې بروین سره د ده اړیکې شدیدې وې خو د واده او دایمي ژمنې ویره یې درلوده. کله چې یې د پوهنتون سند ترلاسه کړ، فریدرېکې یې ناببره پرېښوده او بېرته فرانکفورت ته ستون شو. داسې ښکاري چې فریدرېکې له دې امله یو روحي بحران تجربه کړ، او د «خیانت شوې ښځې» موضوع د ګویته د راتلونکو اتو کلونو په ټولو لیکنو کې تکرار شوه او له هغې وروسته یې هم دوام وکړ.