شنبه, اپریل 26, 2025
Home+د ګویته پخې خبرې

د ګویته پخې خبرې

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ د هر انسان چلند هغه هېنداره ده، چې هغه خپله څېره پکې ښکاروي .
۲ ـــ ځواني هم د سپېڅلې مینې په څېر پای لري .
۳ ـــ د کوچنیو خوبونو هیله مه کوه، ځکه چې ستا زړه ته د ټکان ورکولو له پاره په کافي اندازه ځواک نه لري .
۴ ـــ څوک چې له لوړ فکر او انساني خوی څخه بې برخې وي، هغه هڅه کوي، چې خپلې نیمګړتیاوې د غولونکو خبرو له لارې پټې کړي .
۵ ـــ درمل ډېر دي، مګر کم شمېر یې اغېزه کوي .
۶ ـــ ښکلا داسې سپېڅلی مېلمه دی، چې هر چېرې لاړ شي خلک یې درناوی او عزت کوي.
۷ ـــ د زمانې توپانونه اخلاق پیاوړي کوي .
۸ ـــ ډېر وخت داسې څرګندېږي، چې آن مرګ هم زموږ د بدن د مقاومت او پایښت په غښتلتوب پورې اړه لري .
۹ ـــ ډېرې خوشالیانې له دې امله د انسان د پښو لاندې ځپل شوي، ځکه چې ډېری کسان آسمان ته ګوري او هغه څه چې د پښو لاندې یې دي نا لیدلي نیسي .
۱۰ ـــ هغه څوک ډېر نېکمرغه دی، چې د نورو د پت او عزت په قدر پوه شي او د نورو په نېکمرغۍ خوشاله شي .
۱۱ ـــ ژوند ته که له هرې خوا نه وګورې، ښکلی دی .
۱۲ ـــ د پياوړي هوډ په لرو، د هر څه خاوندان یاست .
۱۳ ـــ خاوند د کور مغز دی او مېرمن د کور زړه .
۱۴ ـــ هوډ چې غښتلی وي، نور نو شرایط دومره ارزښت نه لري .
۱۵ ـــ له ځانه دا پوښتنه مه کوه، چې ستا له نېکۍ څخه به څوک ګټه واخلي، بلکې ډوډۍ دې په اوبو کې خیشته کړه، داسې یو څوک به پیدا شي چې هغه وخوري .
۱۶ ـــ هوډ له خپلې خوښې سره سمه نړۍ اړولی شي .
۱۷ ـــ که چېرې غواړې چې تل خوشاله واوسې، نو تل راضي اوسه .
۱۸ ـــ په هیچا کې مې داسې ګناه نه ده لیدلې، چې په خپله مې نه وي کړي .
۱۹ ـــ هغه زړه چې د کبر او غرور کور وي، د مینې مرکز نه شي جوړېدای .
۲۰ ـــ که اتل کېدای نه شي، نو لږ تر لږه مېړه اوسه .
۲۱ ـــ ځواني بې شرابو مستي ده .
۲۲ ـــ د مینې کتاب مې په ځیر ولوست، د خوښۍ مخونه پکې لږ وو، نورې ټولې پاڼې یې غملړلې وې .
۲۳ ـــ د ښځو له پاره په خبرو کې له برید نه تېری، تر رښتیاو ډېر طبیعي دی .
۲۴ ـــ خدایه ! هنر څومره اوچت او ژوند څومره لنډ دی .
۲۵ ـــ په هغه ځای کې چې رڼا ډېره وي، کولای شو تر ټولو تور سیوري پیدا کړو .
۲۶ ـــ موسیقي تر ټولو درانه، خو بې خونده غږونه دي، زما تر خورا زړه را ښکونکو نغمو هم چوپتیا خوښېږي .
۲۷ ـــ خبرې کول یو ډول اړتیا ده، خو غوږ نیول هنر دی .
۲۸ ـــ جرمنان نور څه غواړي، آیا ( ما ) نه لري ؟
۲۹ ـــ که چېرې خلک یو د بل په ژبه پوهېدلای، نو اختلافونه به له منځه تللي وای
۳۰ ـــ فکر کول آسان دي، مګر عمل کول ستونزمن کار دی او تر ټولو ستونزمن کار په خپلو افکارو عمل کوي دي .
۳۱ ـــ که چېرې څوک غواړي، چې راز وساتي، نو باید دا واقعیت پټ کړي، کوم چې راز یې لري .
۳۲ ـــ نېکمرغي زړورتیا زېږوي .
۳۳ ـــ تر ټولو نېکمرغه هغه څوک دی، چې په خپل کور کې د نېکمرغۍ په لټه کې وي .
۳۴ ـــ هغه څه چې پلار د خپل اولاد له پاره فکر کوي ارزښت نه لري، بلکې تر ټولو ارزښتمن څیز پلارتوب دی .
۳۵ ـــ تر ټولو سترې ستونزې په هغه ځای کې نغښتې دي، چې موږ یې هېڅکله تمه نه لرو.
۳۶ ـــ د بشر عیب دادی، چې یوازې ظاهري نعمتونه ویني او له باطني نعمتونو څخه ناخبره دی .
۳۷ ـــ که چېرې په ګل کې د اغزي شتون زموږ د اندېښنې لامل ګرځي، نو باید د اغزي ترڅنګ د ګل شتون هم زموږ د خوشالۍ لامل شي .
۳۸ ـــ که شا وي، که ګدا، هغه څوک تر ټولو نېکمرغه دی، چې په خپل کور کې له مینې او پخلاینې سره مخ شي .
۳۹ ـــ کله چې پرهیزګاري هېره کړو، نو هرڅه مو هېر کړي دي .
۴۰ ـــ طبیعت هغه کتاب دی، چې ټولې پاڼې یې له مانا ډکې دي .
۴۱ ـــ ما په خپل زېږون کې رول نه درلوده او په خپل مرګ کې هم رول نه لرم، زما رول یوازې زما په ژوند کې دی .
۴۲ ـــ یا خو کار مه پیلوه او یا خو د هغه د ترسره کولو له پاره خپل ټول ځواک په کار واچوه .
۴۳ ـــ مین یوازې د څېرې ښکلا ویني، پوه د سیرت ښکلا او عارف دواړه ښکلاوې .
۴۴ ـــ سیاست د مطالعې تمرین او د دوامدارو تجربو پایله ده .
۴۵ ـــ ستاسو خندا، ستاسو د سړیتوب ښکارندویي کوي .
۴۶ ـــ نباید ارزښتمن کارونه د بې ارزښته کارونو قرباني شي .
۴۷ ـــ درې شیان د ځمکې پرمخ حکم چلوي : عقل، فکر او زور .
۴۸ ـــ په ژوند کې تر ټولو مهم څیز هغه دی، چې انسان موخه ولري او خپلې موخې ته د رسېدو له پاره له کافي استعداد څخه برخمن وي .
۴۹ ـــ ښځه د ژوند شریک او د ستړیا د شېبو ملګرې ده .
۵۰ ـــ څوک چې له مرګه وېرېږي، له ژونده هم وېرېږي، ځکه چې مرګ او ژوند له یو بل څخه جلا نه دي او دواړه له یوه ښکاره حقیقت څخه ګڼل کېږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...