شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهیونسیف له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

یونسیف له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې(یونیسف) د شنبې په ورځ د افغانستان پر واکمنو طالبانو غږ وکړ، چې د نجونو پر زده‌کړو لګولی بندیز ژر تر ژره لرې کړي، چې د میلیونونو هغو نجونو راتلونکی وژغورل شي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو د واک ته ستنېدو له امله، د زده‌کړې له حق څخه محرومې شوي دي.

یونیسف دا غوښتنه د نوي ښوونیز کال له پیل سره هم‌مهاله کړې، خو لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده‌کړې اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دې بندیز له امله، یوازې سږکال ۴۰۰ زره نورې نجونې له تعلیم څخه بې‌برخې شوې، چې ټولټال یې شمېر ۲.۲ میلیونو ته رسوي.

افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه منع کوي. طالبان دا بندیز د شریعت په باب د خپل ځانګړي تفسیر له مخې توجیه کوي.

“دا بندیز به د نسلونو لپاره ناوړه پایلې ولري”

د یونیسف اجرايي مشرې، کاترین رسل، ویلي: «له درېیو کلونو زیات وخت وشو، چې د افغانستان د نجونو حقوق تر پښو لاندې کېږي. ټولې نجونې باید سمدلاسه ښوونځیو ته ستنې شي. که دا هوښیارې، ځلېدونکې نجونې د زده‌کړې له حقه بې‌برخې پاتې شي، نو پایلې به یې د نسلونو لپاره دوام وکړي.»

رسل خبرداری ورکړ، چې که پر زده‌کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کاله پورې دوام وکړي، نو له لومړني ښوونځي پورته له ۴ میلیونه زیاتې نجونې به تعلیم ونه کړي، چې دا به “ویرونکي” عواقب ولري.

هغې زیاته کړه، چې د ښځینه ډاکټرانو او قابله‌ګانو کمښت به د ښځو او نجونو لپاره د حیاتي طبي پاملرنې د نشتوالي سبب شي.

د دې وضعیت له امله، شاوخوا ۱۶۰۰ نورې میندې او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زېږېدلي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکولی شي.

رسل ټینګار وکړ، چې: «دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې د ورکو شویو ژوندونو او مات شویو کورنیو استازیتوب کوي.»

د افغانستان د طالبانو حکومت سږکال د پاکستان له لوري دایر شوي نړیوال کنفرانس ته حاضر نه شو، چې پکې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت «جنسیتي اپارتاید» وباله.

خبریاله: وږمه مراد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...