شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهله امریکا څخه پاناما ته شړل شوي کډوال ډاریږي چې هېر به...

له امریکا څخه پاناما ته شړل شوي کډوال ډاریږي چې هېر به کړل شي

تاند (شنبه، وري/ حمل ۲ مه) له امریکا څخه ایستل شوي افغان، روسي ایراني او چیني کډوال، چې په پاناما کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي، د دې اوونۍ په اوږدو کې له یو سفارت څخه بل ته تلل، څو له هر هغه هېواد څخه د پناه غوښتنه وکړي چې دوی ته د منلو چانس ورکړي.

څو ورځې وړاندې، دې شړل شویو کسانو ته د بشري خواخوږۍ له درکه پام ډېر و، خو اوس ویل کېږي چې د قانوني او بشري مرستو د نشتوالي او د چارواکو د نه پاملرنې له کبله وېره ده چې ممکن بیخي هیر کړل شی.

۲۹ کلن حیات‌الله اوماغ . چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه تښتېدلی، وايي: «له دې وروسته، موږ نه پوهېږو چې څه به وکړو. »

له امریکا څخه شړل شوي کډوال په پاناما کې بند پاتې دي

د فبرورۍ په میاشت کې، متحده ایالاتو نژدې ۳۰۰ کسان، چې اکثره یې د آسیايي هېوادونو اوسېدونکي وو، پاناما ته شړلي وو. تمه وه چې پاناما د هغو کډوالو لپاره د تګ راتګ یو لنډمهالی تم‌ځای وي، چې امریکا ته یې شړل ستونزمن وو، ځکه چې د ټرمپ ادارې د ایستلو بهیر چټک کړی و.

ځینې کسانو اراده کړې وه چې بېرته خپلو هېوادونو ته لاړ شي، خو نورو له دې بیرې چې په خپلو هیوادونو کې به وځورول شي، انکار وکړ، چې وروسته د څو اونیو لپاره په دارین ځنګله کې یو لیرې کمپ ته ولېږل شول.

پاناما د دې میاشتې په لومړیو کې پاتې کډوال پرېښودل چې له دې کمپ څخه ووځي او هغوی ته یې یو میاشت وخت ورکړ چې له پاناما ووځي. حکومت وویل، دوی د نړیوالو سازمانونو مرستې نه دي منلي او په خپله یې غوره بللې چې د کډوالو د تګ لاره برابره کړي. خو د مالي سرچینو د کموالي، د پاناما د نه پېژندلو، او پر هسپانیايي ژبې د نه پوهېدو له امله، دا کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د پناه اخیستو هڅې

د سې‌شنبې په ورځ، شاوخوا لسو کډوالو د پاناما په پلازمېنه کې د کاناډا، بریتانیا، سویس او اسټرالیا سفارتونه او قونسلګرۍ وکتلې، څو د پناه غوښتلو بهیر پیل کړي.

خو هغوی یا رد شول، یا ورته وویل شول چې باید د ټیلیفون یا ایمیل له لارې اړیکه ونیسي. د دوی پیغامونو ته یا هیڅ ځواب ور نه کړل شو، یا ورته عام او چمتو شوی ځواب ورکړل شو، چې د پناه غوښتنې په اړه مرسته نه شي کولی.

“اوماغ د کاناډا سفارت به په ایمیل کې کښلي: «افغانستان ته مو مه استوئ، هلته مو د ژوند چانش نه شته.»

خو د کاناډا سفارت ځواب ورکړ: «د کاناډا سفارت د ویزې یا مهاجرت خدمتونه نه وړاندې کوي، او نه هم د پناه غوښتنې خدمات، او موږ د دې موضوعاتو په اړه پوښتنو ته ځواب نه شو ویلی.»

د بریتانیا په سفارت کې، یوه امنیتي ساتونکي کډوالو ته یوه پاڼه ورکړه، چې یوازې یې «د بریتانیايي اتباعو لپاره د بیړنۍ مرستې” په اړه معلومات لرل.

د سویس قونسلګرۍ کډوالو ته وویل چې باید د کوسټاریکا له سفارت سره اړیکه ونیسي، او هغوی ته یې یوازې یو کاغذ ورکړ، چې عمومي ټیلیفوني شمېرې او ایمیلونه پکې چاپ شوي وو.

د پاناما ستونزه

کډوال، چې له نیمې نړۍ څخه تر دې ځایه رسېدلي، د امریکا پر پوله یې د پناه غوښتنه وکړه، خو پر ځای یې ځانونه بېرته په پاناما کې بند وموندل، هغه هېواد چې ځینو یې پخوا امریکا ته د تګ پر مهال هلته څه موده تېره کړې وه.

ډېری شړل شوي کډوال وایي، که اړتیا وي، چمتو دي چې په پاناما کې د پناه غوښتنه وکړي. خو نړیوالو مرستندویو ادارو او د پاناما چارواکو ورته ویلي چې هلته د پناه اخیستل یا ډېر سخت دي، یا ناممکن.

الوارو بوتېرو، چې د امریکا د براعظمونو د بشري حقونو په کمیسیون کې د کډوالو د ملاتړ هڅې کوي، وویل چې دی د سفارتونو له لوري د کډوالو ردولو ته حیران نه دی، ځکه چې سفارتونه یوازې په ځانګړو سیاسي مواردو کې پناه ورکوي، او نور حکومتونه ښایي د ټرمپ له ادارې سره د شخړې ویره ولري.

بوتېرو وویل: «دا مهمه ده چې دا خلک هېر نه شي، هغوی هېڅکله د دې غوښتنه نه وه کړې چې پاناما ته واستول شي، او اوس دوی په پاناما کې بند پاتې دي، نه پوهېږي چې څه وکړي، او نه هم خپلو هېوادونو ته بېرته تللی شي.»

محدودې لارې پاتې دي

د پنجشنبې په ورځ، کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) ته لاړل. اوماغ وویل، هغوی ته وویل شول چې دا اداره نه شي کولای دوی ته په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتلو اسانتیا برابره کړي، ځکه چې د پاناما حکومت پرې محدودیتونه لګولي دي.

یوه چارواکي ورته ویلي چې دوی کولای شي په پاناما کې د پناه اخیستو بهیر پیل کړي، خو دا به ډېر لږ امکان ولري چې د پاناما حکومت یې ومني.

په همدې ورځ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فلیپو ګراندي خبرداری ورکړ چې د امریکا د حکومت له خوا د بشري مرستو کمېدا به د کډوالو خدماتو ته زیان ورسوي.

ګرندي په یوه بیان کې وویل: «اوس د پیوستون وخت دی، نه د شا تګ.»

“زه نور هېڅ امید نه لرم”

شړل شوي کډوال لکه اوماغ اندېښنه لري چې بهرني حکومتونه او بشري مرستندویې ادارې یې هېر کړي.

اوماغ، چې یو ملحد (د ده په خپله ادعا) دی او د افغانستان د هزاره اقلیت غړی دی، وایي چې بېرته خپل هېواد ته ستنېدل د ده لپاره د مرګ معنا لري.

«زه وروسته له ډېرو هڅو، چې پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته ولاړ شم، امریکا ته لاړم، خو هلته هم ځای را نه کړای شو.»

روسی الکساندر سورګین، چې له سفارتونو څخه د مرستې غوښتونکی و، وویل چې د اوکراین جګړې پر ضد یې په ټولنیزو رسنیو کې مخالفت ښودلی و، او د روسیې حکومت ورته دوې لارې پرېښې وې:«یا به بندي شې، یا به د اوکراین په جګړه کې جنګېږې.»

کله چې له ده وپوښتل شول، چې اوس یې راتلونکی څه دی، یوازې یې ځواب ورکړ:

“زه نور هېڅ شي ته هیله نه لرم.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...