جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+ګوګل د لټون برخه په مصنوعي ذهانت سمبالوي

ګوګل د لټون برخه په مصنوعي ذهانت سمبالوي

تاند (شنبه، د وريو کب ۲ مه) ګوګل په پام کې لري چې په جي مېل او نورو برخو کې د لټون چارې د مصنوعي ذکاوت پر اساس کاروونکو ته وړاندې کړي، چې هغوی خپل مطلوب برېښنالیکونه په اسانه پیدا کړای شي.

هغه کسان چې ډېر ایمیلونه ترلاسه کوي، نو کله ناکله ورته په خپل انباکس (Inbox) کې د یوه ځانګړي او پخواني ایمیل موندل سخت کار وي. په همدې اساس، ګوګل پرېکړه کړې چې دا ستونزه د مصنوعي ذکاوت په مرسته حل کړي.

دې شرکت اعلان کړی چې د یوه نوي اپډېټ په وړاندې کولو بوخت دی، چې له مصنوعي ذهانت څخه په استفادې نوي او زاړه ایمیلونه پلټي.

کاروونکي اړ نه دي چې باید خامخا د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ لټون وکړي.

ګوګل پلان لري چې د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې مصنوعي ذهانت د ګوګل په لټون او د پلور په پورتالونو کې هم فعال کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...