تاند (شنبه، د وري حمل ۲ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په خپل تازه راپور کې تېر میلادي کال، ۲۰۲۴، د ناقانونه کډوالو لپاره «تر ټولو مرګونی» کال بللی، چې پکې منزل ته د رسېدو پر مهال د مړینو شمېر تر ټولو لوړ و.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دې ادارې ایران د هغو هېوادونو له ډلې یاد کړی، چې کډوال پکې د تر ټولو زیات شمېر «سختو او زړه بوږنوونکو» مړینو سره مخاخ شوي دي.
د ۲۰۲۴ مرګونی آمار
د وروستیو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې نژدې ۹ زره کسان د ناقانونه او خطرناکو لارو په اوږدو کې، د اروپا او امریکا پر لور له ژونده بې برخې شوي دي.
تر ټولو خطرناکې لارې په آسیا کې موقعیت لري، ورپسې د مدیترانې سمندرګي او بیا افریقا لارې دي، چې زیات شمېر کډوال پکې مړه شوي دي.
په هرو لسو کسانو کې یو تن له خورا تشدد سره مخامخ شوی، لکه ډزې، په چاقو وهل، فزیکي تاوتریخوالی، او آن «د دولتي ځواکونو له لوري قتل» ښودل شوي دي.
دې ادارې دا نه ده روښانه کړيې، چې د هرې قضیې مسوول څوک و، او د ایران په قضیه کې «د مرګژوبلې» دقیقاً څه ډول پېښې شوې دي.
له دې سره سره، هر کال یو شمېر ناقانونه افغان کډوال د هغو موټرو په پېښو کې مړه کېږي، چې له سرحد څخه یې د ایران خاورې ته انتقالوي.
په ځینو راپورونو کې راغلي، چې دا موټرونه آن تر ۲۰ کسانو پورې کډوال سپروي.
د بودیجې کمښت او د ناقانونه کډوالو نامعلوم برخلیک
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره، چې په دې وروستیو کې یې د ډونالډ ټرمپ د ادارې د پالیسیو له امله د خپلې بودیجې ډېره برخه له لاسه ورکړه او زرګونه کارکوونکي یې رخصت کړل، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ناقانونه کډوالو د مړینو شمېرې راټولوي.
که څه هم له ۲۰۲۱ راهیسې هر کال د کډوالو د مړینې شمېر لوړیږي، د کډوالو ادارې چارواکي وایي، زرګونه مړینې هر کال یوازې د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله نه ثبتېږي.