Homeخبرونهپاکستان وايي، د استانبول خبرې له خنډ سره مخامخ شوې

پاکستان وايي، د استانبول خبرې له خنډ سره مخامخ شوې

تاند(جمعه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) پاکستاني رسنۍ، جیو نیوز وايي، د جمعې په ورځ په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې له خنډ سره مخامخ شوې، ځکه اسلام‌اباد ټینګار وکړ چې کابل باید له خپلې خاورې د ترهګرۍ د کنټرول مسوولیت پر غاړه واخلي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان پلاوي ته نژدې سرچینو ویلي و چې پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومته غواړي چې د هغو حملو د مخنیوي مسوولیت په غاړه واخلي چې د ډیورند کرښې پورې خوا ته کېږي.

د پاکستان پوځ ته نژدې رسنۍ، سما وايي چې پاکستاني پلاوی د استانبول هوايي ډګر ته تللی چې خپل هیواد ته راشي.

د سما د راپور له مخې، پاکستاني پلاوي خبرې پرېښي او دواړه منځګړي هیوادونه له موضوع خبر دي.

جیونیوز وايي، د دواړو هیوادونو ترمنځ په خبرو کې خنډ هغه مهال رامنځته شو چې پاکستان او د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د خبرو درېیم پړاو پیل کړ، څو د تېرې میاشتې له خونړیو نښتو وروسته رامنځته شوې ترینګلتیا راکمه کړي. دغه ناستې د پنځه ورځنیو خبرو دوام دی، چې په پای کې یې د لنډمهاله موافقې سبب شوې وې.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، په ایکسپاڼه (تویټر) کې ولیکل:

«پاکستان د خپل وروڼو هېوادونو، ترکیې او قطر، د منځګړتوب مننه کوي؛ خو اوس مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی چې د ترهګرۍ د کنټرول په برخه کې خپلې اوږدمهالې نړیوالې، سیمه‌ییزې او دوه‌اړخیزې ژمنې عملي کړي — هغه ژمنې چې تر اوسه یې پوره کړي نه دي.»

هغه زیاته کړه چې پاکستان له افغان ولس سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی، خو د طالبانو د هغو اقداماتو ملاتړ نه کوي چې د افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو پر ګټو منفي اغېز وکړي.

تارړ وویل:«پاکستان له افغان ولس سره هېڅ بد نیت نه لري، خو هېڅکله به د طالبانو د حکومت د هغو کړنو ملاتړ ونه کړي چې د افغانانو او د سیمې د ګاونډیو هېوادونو ګټې زیانمنوي.»

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان به د خپلو وګړو او خپلواکي د ساتنې لپاره هر لازم اقدام وکړي:

«پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت او خپلواکۍ د خوندیتوب لپاره هره ممکنه لار خپله کړي.»

له دې ولاړ حالت مخکې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دوهم پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په ترکیه کې ترسره شوی و.

د تېر پړاو په پای کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په ګډه اعلامیه کې وویل چې ټولو اړخونو د اوربند د دوام او د څار او ارزونې د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه کړې، څو د سولې ډاډ ترلاسه کړي او د سرغړونو پر ضد اقدامات وشي.

د افغانستان د طالبانو حکومت د استانبول د خبرو د ځنډېدو او د پاکستان د نورو ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...