تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په وروستیو څو ورځو کې له پاکستان څخه تر ۲۶ زره زیات افغان اتباع افغانستان ته راستانه شوي دي، چې نژدې نیمایي یې، یعنې شاوخوا ۱۵ زره ماشومان دي.
د یونیسف د افغانستان اجرايي رییس تاجالدین اویولي په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي دي:
«یوازې د څو ورځو په موده کې تر ۲۶ زره زیات افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي، چې شاوخوا ۱۵ زره یې ماشومان دي.»
نوموړي زیاته کړه چې یونیسف او د دې ادارې همکار بنسټونه په افغانستان کې د دغو کورنیو لپاره د بېړنیو خدماتو په برابرولو بوخت دي.
اویولي ټینګار وکړ:
«موږ ډاډ ورکوو چې د سرحدي سیمو روغتیایي مرکزونه به ۲۴ ساعته او اووه ورځې فعاله وي، څو ماشومان او کورنۍ وکولای شي اړینې طبي او بشري مرستې ترلاسه کړي.»
راپورونه ښيي چې له پاکستان څخه په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر شدت موندلی، او زرګونه کورنۍ له ابتدايي امکاناتو پرته او په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستنېږي.
شاهدان په تورخم کې وایي، ډېری بېرته ستنېدونکي ښځې او ماشومان دي چې له لږو شخصي توکو سره او بې له سرپناه هېواد ته را رسېږي.
یونیسف او نورو بشري بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره ژر تر ژره بیړنۍ مرستې برابرې کړي. د دې ادارې د چارواکو په وینا، اوس مهال بیړنۍ اړتیاوې د سرپناه، څښاک اوبو، روغتیایي خدمتونو او د ماشومانو زدهکړې ته ده.
تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د «ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو» د سیاست په پلي کولو سره، زرګونه افغان کډوال له خپل هېواده وایستل. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له نوومبر میاشتې راهیسې تر اوسه له دوو میلیونو زیات افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو او د مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو اجباري ستنول هغوی له جدي خطرونو سره مخامخ کوي.
کارپوهان وايي، د دې بهیر دوام کولای شي د افغانستان پر محدودو سرچینو فشارونه لا ډېر کړي او نوی بشري ناورین رامنځته کړي، په ځانګړي ډول د ژمي په سړه هوا کې.