تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) پر سپین بولدک د پاکستان له پرونۍ حملې سره سره په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو خبرې نن په دوهمه ورځ دوام کوي.
راپورونه وايي چې دا خبرې د استانبول په کونراد هوټل کې پیل شوي او خبریالانو ته احازه نه ورکول کېږي چې د خبرو ځای ته ورشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی طاهرحسین اندرابي نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستاني پلاوي خپلې غوښتنې منځګړو ته سپارلي چې له افغان لوري سره پرې خبرې وکړي.
ده د پاکستان د غوښتنو په اړه ډېر جزییات وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې کره ثبوتونه یې له منځګړو سره شریک کړي دي.
دا له کله چې د دواړو خواوو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، د دواړو خواوو ترمنځ درېیم پړاو خبرې دي چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب کېږي.
د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.
بل لور ته یو شمیر پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د دیپلوماتیکو او امنیتي سرچینو په قول ویلي چې تر دې دمه په خبرو کې پرمختګ شوی او احتمال شته چې دا خبرې سبا هم دوام وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه تازه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.