ادبي، هنري، سیاسي او د ټولنیز خدمت ژوند ډیرې ښیګڼې او کمې بدیانې لري.
یوه بدي یې دا ده چې یو کس به یو قدم د خیر لپاره کله نه وي اخستی، په خپل کور او کلي کې به هم څوک پرې حساب نه کوي، یا هیڅ علمي، تعلیمي، ټولنیز او سیاسي بصیرت به نه لري، خو په نورو باندې به د نیوکو شنه پړانګان وي.
په ټولنیزو رسنیو کې نن سبا دا شنه پړانګان زیات شوي ځکه اکثره وزګار یا خیرات ته ناست دي.
ځینې لا پیژنم چې نیټ هم د خیرات په روپو فعالوي خو بیا شنه پړانګان بریتې تاووي چې د وطن خدمت کوم.
زما وړاندیز او مشوره دغه شنو پړانګانو ته دا ده چې د ټولنیزو رسنیو نه د زده کړې په توګه استفاده وکړي او خپل ځانونه په داسې مسایلو بوخت کړې چې تاسي او ستاسي کورنۍ ته د اوږدمهال ژوند لپاره ګټور وي.
ټولینزې رسنې یو ځل مصرف لوښي دي او ډیر وخت ضایع کول پرې نه دی پکار. نیټ یا اکونټ دې بند شو او د ټولنیزو رسنیو نه ووتلې بیا مو په یو خروار لیټې هم څوک نه حسابوي او ژوند به مو هسې عبث تیر شوې وي.
هدف مې دا دی چې هر څوک د خپل ځان لپاره یوه مؤخه وټاکي چې ټولنیزې رسنې د څه لپاره کاروي او ګټه یې څه ده؟ بې مؤخې هره ورځ د ځانونو نه شنه پړانګان جوړول څه ګټه نه لري.
شاه محمود میاخیل
د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي
پړانکان یوڅه غرور ، انضباط او فزیکی دسیپلین لری خو زاغان به ښه نوم وی
الکترونیکی تکنالوژی د ډمانو ، کالیو، حق اوناحق برګو اتڼو ، رنګارنګ کلیپونو ، جمع ټیکټاکی اوفسبوکی مسیجونه دافراط په اخره کچه ته رسېدلی دی.
درسنیو دیو شمېر میلمنو نه هم دتار سر ورک دی بهر میشی او دننه ټول په هنر ، سیاست، فرهنګ او لافو شافو انډوخر کې ماستران دی ادب چیرې نړیوال شننونکی شنه دروغ وایی . یوتیوبران خو بیا بل کلاس ډنډرهچیان دی بس تنور داغ او هرڅوک زغالې ورولی ځینی یې شاهدی هم ورکوی چی دوه کاله مخکې مې پیش ګویی کړې وه
نومونه به یې نه اخلم . زاغ زنده باد
د وروڼو د اصلاحی انتقاداتو په سلسله زه تاسی ته د روانی هفتی په سر کی یو تلویزیونی بحث چي باحثین یی دوه محترم صاحب نظر سپین ږیری او یو ځوان وو چي ځان یی د دکتورا محصل معرفی کولو او په لندن کی درس وایی د افغانستان انترنشنل میلمانه وو او مشران هم یو د کابل نه او بل د امریکی نه وصل وو ،مشرانو په دقت ،احترام متقابل او ادب سره د افغانی قضایاوو په اړه اظهار د نظر کولو او د اوریدو او دقت وړ وو ، خو ځوان دکتور خبری په غیر مؤدبانه په بیمورد اعتراضاتو پیل کړی او فضا د مباحثی یی ګردجنه او خواشینونکی وګرځوله ،خو بیاهم سپین ږیرو د بحث فضا صمیمانه وساتله خو صرف دومره یی وویل چي جناب دکتور دا ستا خپله بدګمانی ده او بحث نباید طفلانه شی ؛بیا دوی خپل سازنده نظریات تقدیم کړل خو په بل وار کی دا ځوان بیاهم لا ګرم شو خپلو استادانو او مشرانو ته وویل :تاسی زما خبرې هضمولی نشی ،زه د دکتورا محصل یم او نور
خو ځان ورته داسی معلومیدو چي یم نه یم زه یم او نور ورته هیڅ معلومیدل ،که څه هم میزبانې مداخله وکړه چي خپله خبره اصلاح کړی مګر ګوش شنوا نبود .
زما لنډه او بسیطه ارزېابی دا نتیجه راکړه :
تلویزیون نباید هر څوک بحث ته دعوت کړی ،کله دکتورا والا هم اهل د بحث نه وی ځکه موږ لرو: چي ملا شدن آسان است ولی آدم شدن سخت تر است. او هغه چي وایی:
نسازد علم بی اخلاق فخر مرد را ظاهر
ګر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را
همداسی منحیث مسلمان دین را ته وایی: یا معلم اوسه یا متعلم او دریم مه اوسه.
موږ باید عزده کړو یا ورزده کړو دنورو لوبو ځای ندی،که علمی او دینی ملغلری وی څومره به احسن وی .
یو لنډ پیشنهاد د طلوع د تودو خبرو بریتور قوماندان ته هم لرم :هغه دا چي دمه یا انتقال د نوبت داسی ځای ته وړه یعنی ځان ته لږ تکلیف ورکوه چي آیت،حدیث او اهمی جملی قطع کول په هیڅ صورت جایز ندی د تلویزیون د اداری فرمان مافوق د متذکره مواردو نشی کیدی ورنه ژورنالست نه د امر بالمعروف سوټی یی حال دا چی امر بالمعروف هم حکمت او موعظه حسنه صلاحیت او اخلاق غواړی.
خبره خو دا ده چی له هره نظره زموږ غوندی ټولنی د غربی ټولنو په نسبت ډیری شاپاتی دی خو له اخلاقی نظره هیڅ توپیر نه سره لری.
که د ډیجیټالی انډوخر په بازار کی د غربیانو څرګندونی په ځیر وګورو نو د هغوی د تمدن پر ادعا به سخت شکمن شو.
بله دا چی کومه ورځ د خپل یو دوست سره په موټر کی ناست وم، د وحشت ناک ترافیک د ګڼی ګُڼی څخه ئی شکایت وکړ ما ور ته وویل چی شریکه ما او تا ځکه پر ترافیکی ازدحام د اعتراض حق نلرو چی خپله هم ددی وحشتناک ترافیک یوه برخه یو.