جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، یوه پوځي کالج ته یې انتحاري بریدګر ننوتي...

د پاکستان پوځ وايي، یوه پوځي کالج ته یې انتحاري بریدګر ننوتي او جګړه روانه ده

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۹ مه) د خیبرپښتونخوا د واڼې په کادیت (حربي) کالج کې د انتحاري بریدګرو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته روانه ده.

په داسي حال کې چې په ودانۍ کې دننه ځانمرګي ځای پر ځای شوي او د پوځیانو په تصفیر بوخت دي، پاکستان مخکې تر مخکې بې له دې چې کوم دلیل او سند وښيي، ادعا کړې چې حمله کوونکي افغانان دي.

د بريد پر وخت شاوخوا ۶۵۰ کسان، چې پکې ۵۲۵ د حربي کالج زده کوونکي شامل وو، په ودانۍ کې موجود وو. تر اوسه پورې امنيتي ځواکونو ۱۱۵ تنه د ودانۍ له یوې برخې د زینې په وسیله ژوندي راایستلي دي، خو چارواکي وايي لا هم تر ۵۳۵ ډېر کسان د کالج د ودانيو دننه بند پاتې دي او عمليات په بشپړ شدت روان دي.

د پاکستان امنيتي سرچينې ادعا کوي، «افغان خوارج» بريدګر په کمپاونډ کې په یوې معينې ودانۍ کې محدود شوي دي، چې د پوځي محصلانو د اوسېدو د کوټو له ځایه لېرې دی. چارواکو تر اوسه پورې تائيد کړې چې ټول محصلان اوس مهال خوندي دي، ځکه ځانګړو ځواکونو سيمه کلکه محاصره کړې ده.

سرچينې وايي چې عمليات د سلګونو محصلانو د شتون له امله په ډېر احتياط تر سره کيږي.

 يوه چارواکي پاکستاني رسنیو ته څرګنده کړه: «د زده‌کوونکو د ژوند ساتل زموږ تر ټولو لومړيتوب دی.»

د هغه په وینا د تخلیې بهير په تدريجي او احتياطي ډول روان دی تر څو د روانو ډزو او شخړو په منځ کې د خلکو امنيت تضمين شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا وسلواله شخړه پرون (د نوومبر په ۱۰مه) وروسته له هغه پیل شوه چې وسله‌والو له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کالج په اصلي دروازه کې وچاوداوه. چاودنې دروازه له منځه یووړه او نژدې ودانۍ یې سختې زیانمنې کړې او په ټول کمپ کې یې ستر وېره خپره کړه.

پاکستاني رسنۍ همداراز وايي، په ځواب کې د پاکستان د اردو سرتېرو ځوابي عمليات پيل کړل او دوه بريدګر یې ووژل. پاتې درې بريدګر وتوانېدل چې د کالج په کمپاونډ (محوطه) کې دننه ځان پټ کړي او اوس تر محاصرې لاندې دي، چې له امله يې روان عملیات جاري دي.

خو دوی دا نه دي ویلي، په داسي حال کې چې درې بریدګر پټ دي، ولې د سلګونو نورو د ژغورلو عملیات روان دي.

پاکستاني رسنیو د دې برید په ترڅ کې پوځي محصلانو یا د هغو ساتونکو ته د مرګ ژوبلې په اړه هیڅ نه دي ویلي.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب