تاند (سې شنبه، د لوم/ عقرب ۱۹ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې د اسلاماباد په یوه استوګنه سیمه کې د محکمې د ودانۍ مخته په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه دوولس تنه وژل شوي دي.
دا پېښه نن (سې شنبې) یوه ورځ وروسته له دې وشوه چې د هند په پلازمېنه دیلي کې چاودنې لسګونه کسان ووژل.
د پاکستان لوړپوړو چارواکو د اسلام اباد د چاودنې پړه پر د افغانستان او هند واچوله.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبریالانو ته وویل:
«د غرمې په ۱۲:۳۹ بجې د ځايي محکمې مخې ته یو ځانمرګی برید وشو … تر اوسه دوولس تنه شهیدان شوي او شاوخوا ۲۷ تنه ټپیان دي.»
زاهد خان، چې په یادې محکمې کې د یو وکیل مرستیال دی، د CBS نیوز خبریال سمیع یوسفزي ته وویل:
«کله چې زه د محکمې ودانۍ ته ننوتلم، ستره چاودنه وشوه. ما فکر وکړ چې ټوله ودانۍ به راباندې ونړېږي. کله چې زه پورته پوړ ته وختم، خلک مې ولیدل چې پر ځمکه پراته دي او اور لګېدلی… یوازې درې دقیقې مخکې، زه د همدې ځای پر سر ولاړ وم، کله مې چې موټرسایکل پارکاوه.»
هغه زیاته کړه: «ما ډېر ټپیان ولیدل چې په وینو لړلي پر سړک پراته وو.»
پاکستاني خبریالانو د برید وخت د پام وړ بللی، او ویلي یې دي چې دا پېښه یوه اوونۍ وروسته له هغې شوې چې د پاکستاني طالبانو (TTP) او د افغان طالبانو د ځینو عناصرو له خوا د پاکستان پر ښارونو د برید ګواښونه شوي وو.
له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د اسلام اباد چاودنه د کابل پیغام بللی او ویلي یې دي چې دا برید د استانبول د خبرو له ناکامېدو وروسته د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی.
THIS WAR IS ONE INTERNAL ISSUE FOR PUNJABI ESTABLISHMENT/
REASON IS WRONG POLICY OF PAKI ARMY/
YOU KEEP MANY YEARS PUKHTOONS IN JAIL OR YOU KILL THEM WITH VERY BAD WAY,
YOU TARAJ PUKHTOONS AND BALOOCH SOURCES/MINERAL TO PUNJAB/BUT BALOOCH AND PUKHTOONS ARE HOME LESS IN MIDDLE EAST OR DOING CHAWKIDAREY
A FEW SOLDOUTS ARE NOT IMPORTANT LIKE EMIL MYALO/FAZELRAMAN DISELY OR ACHEKZAI CHAMCHE
PUKHTOONS BALOOCH FIGHTING FOR FREEDOM