جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تورخم دروازې تړلی پاتې کېدل؛ دواړه لورو میلیاردونه ډالره زیان لیدلی

د تورخم دروازې تړلی پاتې کېدل؛ دواړه لورو میلیاردونه ډالره زیان لیدلی

تاند (سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تورخم دروازې د یوه میاشتې تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو صادراتو او وارداتو ته ۴ نیم میلیارده ډالر او ۱۶ نیم میلیارده پاکستانۍ کلدارې زیان اوښتی دی.

راپورونو زیاتوي چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې پاکستان د افغانستان د بازار ۶۵ سلنې ایران، منځنۍ اسیا، ترکیې او هند ته بایللی دی.

راپورونه زیاتوي چې د تورخم د پرله‌پسې تړل کېدو او ناوړه سوداګریز چاپېریال له امله د دواړو هېوادونو لویو سوداګرو خپلې پانګې له دې لارې ایستلي او کوچني سوداګر یې له سخت مالي زیان او بې‌باورۍ سره مخ کړي دي.

دغه لار د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله پاکستاني لوري وتړله.

تمه کېده چې د ترکیې درېیم پړاو مذاکراتو پایله کې به دغه لار پرانیستل شي خو هغه هیلې هم په اوبو لاهو او مذاکرات بې پایلې شول.

اوس هم دواړه لوري سوداګر هیله لري چې، کابل او اسلام اباد به یوې مناسبې هوکړې ته ورسېږي او تړلې لارې به ژر د ترانزیت او مسافرو پرمخ پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب