تاند (سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هرات د امنیې قوماندانۍ د نهمې امنیتي حوزې پولیسو د غلو یوه وسله واله ۱۴ کسیزه ډله نیولې.
یاد وزارت لیکلي، یادې ډلې به د هرات له بېلابېلو سیمو څخه د خلکو موبایلونه او موټرې غلا کولې.
سرچېنې زیاته کړې، دغو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال منلې چې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې یې له کورونو او پلورنځیو غلاوې کړي.
په معلوماتو کې راغلي، له دغو کسانو څخه اووه ډوله بېلابېل وسلې، درې عرادې موټرسایکلونه او څو موبایلونه هم ترلاسه شوي، چې دا مهال د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په لویو ښارونو کې له وسله والو او لارو شکوونکو غلو د خلکو شکایتونه زیات شوي.