پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهدرمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول.

د دیول لور، مېرمنې او نږدې همکارانو یې په ګډه ویلي چې دغه خبرونه بې بنسټه او له حقیقت لرې دي.

تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې دیول په ۸۹ کلنۍ کې ومړ.

خو کورنۍ یې ویلي، هغه روغ رمټ دی او یوازې د روغتیايي ستونزو له امله روغتون کې بستر دی.

کورنۍ او نږدې همکارانو یې له خلکو غوښتنه کړې چې د بې ځایه اوازو د خپرولو مخنیوی او د هنرمند شخصي حریم ته درناوی وکړي.

د بالیووډ یوې ستورې، هیما ماليني هم د دې خبرونو د خپرېدو غندنه کړې او له رسنیو یې غوښتنه کړې چې یوازې رسمي معلومات خپاره کړي.

درمندرا سینګ دیول مینه وال د هغه د عاجلې روغتیا هیله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...