تاند (سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر، خان اچکزي د پاکستان اوسنی حکومت تورن کړی چې، د انګرېزانو استعماري تګلارې د تعقیب په حال کې دی او د افغانستان پر وړاندې د هماغه پخواني سیاست نقش تکراروي.
اچکزي په یوه پیغام کې ویلي، د اسلام آباد اوسني واکمن له افغانستان درې اساسي غوښتنې لري:«د ډیورنډ کرښې رسمي منل، د افغانستان د بهرنیو اړیکو سیاست د پاکستان تر نفوذ لاندې راوستل او د کابل مرکزي حکومت د اسلام آباد د امرونو له مخې چلول.»
نوموړي د پاکستان اوسني واکمنان ناپوه او نالایق بللي او زیاته یې کړې ده چې هغوی له افغانستان سره د دوستانه او سالمو اړیکو د جوړولو وړتیا نه لري.
افغانستان او پاکستان له خپلواکۍ راهیسې څو ځل د ډیورنډ کرښې پر سر له اختلافونو سره مخ شوي او دا لانجه تل د بې باورۍ، سیاسي او امنیتي کړکېچونو سبب ګرځېدلې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د طالبانو او پاکستان خبرې اترې په دوحه او استانبول کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب بې پایلې پای ته رسېدلې او د اړیکو د لا ترینګلتیا اندېښنې زیاتې شوې دي.