Homeخبرونه‏قزاقستان له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

‏قزاقستان له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر یرمېک کوشربایف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

کوشربایف په دغو خبرو کې د وروستیو زلزلو له امله د افغانانو سره خواخوږي ښودلې او اعلان یې کړی چې کابل ته به د درملو او بشري مرستو جوپه واستول شي.

هغه زیاته کړې چې د ډاکټرانو یوه ډله به هم ورسره را واستوي.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، سږ کال دغه هېواد ۳.۷ زره ټنه بشري مرسته هم افغانستان ته استولې ده.

دا ژمنه داسې مهال کېږي چې، تازه د افغانستان په شمال کې زورورې زلزلې سلګونه عام خلک زیانمن کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...