تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۶ مه) د ایران د پارلمان (د اسلامي شورا مجلس) غړی محسن زنګنه وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې تر ۱۰۰۰ ډېر افغان شرکتونه او متشبثین له خپلو کورنیو سره له ایران څخه وتلي او بېرته د هرات او کابل صنعتي ښارګوټو ته ستانه شوي دي.
نوموړي د افغان پانګوالو د وتلو یو اساسي لامل د اسعارو ستونزې بللې دي.
ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې پیسې یې ډېر لږ ثبات لري او د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې یې ارزښت پر له پسې لوېږي.
ښاغلي زنګنه د شنبې په ورځ، د قوس ۱۵مه، د مشهد ښار په څنډه کې یوې غونډې ته وویل:
«د افغان پانګوالو اصلي ستونزه دا وه چې هغوی خپل اسعار د صرافیو له لارې نغدي کړي وو او پر همدې بنسټ یې په ایران کې فابریکې جوړې کړې وې، له همدې امله د سوداګرۍ د پراختیا سازمان د هغوی پانګونه په رسمیت نه پېژندله.»
هغه زیاته کړه، د دې ستونزې د حل لپاره لارښوونه شوې چې د ایران د قضايي اورګان رسمي کارپوهان به د افغان پانګوالو د فابریکو ارزښت وارزوي او د بازار د ورځنیو بیو پر بنسټ به د هغوی د پانګونې کچه وټاکي، ترڅو د ایران د سوداګرۍ د پراختیا سازمان دا پانګونه د بهرنۍ پانګونې په توګه ومني.
زنګنه وویل، که دا پرېکړه وروستۍ شي، افغان پانګوالو ژمنه کړې چې په راتلونکو ۳- ۴ کلونو کې به په رضوي خراسان ولایت کې تر درې میلیارد ډالرو پورې پانګونه وکړي.
د نوموړي په وینا، دا مهال په مشهد ښار کې د افغان پانګوالو ۳۰۰ شرکتونه فعال دي چې د «دې سیمې د اقتصادي وړتیا ښکارندویي کوي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او تر دې دمه یې تر ۱.۵ میلیونه زیات افغانان له هېواده ایستلي دي.
له بلې خوا په وروستیو کې ایراني چارواکو په دې اندېښنه شوولې چې په افغانستان کې فابریکې او صنعتي مرکزونه د ودې په حال کې دي او ممکن په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د ایران صنعتي تولیداتو ته اړتیا ونه لري نو ښه دا ده چې ایراني پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دغه هیواد بازارونه په کنټرول کې ولري.