یکشنبه, دسمبر 7, 2025
Homeخبرونهاحمد شرع: ترهګر هغه څوک دی چې ملکي وګړي وژني

احمد شرع: ترهګر هغه څوک دی چې ملکي وګړي وژني

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۶ مه) د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد شرع په دوحه کې د یوې ناستې پر مهال په ترهګرو ډلو کې د خپل غړیتوب د مخینې په اړه وویل، ترهګر هغه څوک دی چې ملکي وګړي په نښه کوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په څه باندې دوو لسیزو جګړو کې یې هیڅکله ملکي خلکو ته زیان نه دی رسولی.

احمد شرع زیاته کړه چې د افغانستان او عراق په جګړو کې بې‌ګناه خلک وژل شوي دي.

د سوریې لنډمهالي ولسمشر د دوحې په ۲۳م نړیوال کنفرانس کې وویل، د ده له نظره ترهګر هغه کسان دي چې بې‌ګناه انسانان، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې، وژني او له «نامشروع لارو» خلکو ته زیان رسوي.

نوموړي بې له دې چې د امریکا یا کوم بل هیواد نوم یاد کړي، وویل:
«موږ د افغانستان او عراق جګړې لیدلي دي. ټول وژل شوي کسان بې‌ګناه وو، خو همدغه قاتلان نور خلک ترهګر بولي.»
هغه زیاته کړه:
«زه فکر کوم له ۲۵ کلونو وروسته نن خلک ښه پوه شوي چې رښتینی ترهګر څوک دی او څوک د دې نوم مستحق دی.»

د ښځو د رول په اړه د احمد شرع څرګندونې

احمد شرع د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د سوریې د ښځو د رول په اړه وویل چې د دې هېواد ښځې پیاوړې شوې دي او حکومت هڅه کوي چې هغوی په بشپړه توګه په دولت او پارلمان کې ونډه ولري.

احمد الشرع په افغانستان کې د واکمنو طالبانو خلاف ښځو ته د زده کړو او کار بشپړه ازادي ورکړې او د لومړنیو اټکلونو خلاف، چې ویل کېدل د سوریې نوی حکومت به هم د طالبانو د حکومت په شان په نړۍ کې منزوي وي او هیوادونه به یې په رسمیت ونه پېژني، کابو ټولو هیوادونو په رسمیت وپېژانده او له ټولو سره ښه تعامل لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب