Homeخبرونهچین د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه پر ایران فشار راوړي

چین د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه پر ایران فشار راوړي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) چین د هرمز تنګي د وروستیو تحولاتو په اړه خپله ناخوښي ایران ته رسولې او هڅه کوي چې تهران د هرمز تنګي په اړه خپل دریځ نرم کړي. د العربیه د راپور له مخې، یوې لوړپوړې ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي، د بیجینګ هدف د تاوتریخوالي کمول او د هغه کړکېچ لپاره د حللارې موندل دي چې پر نړیوالې سوداګرۍ او سمندري لېږد رالېږد یې اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي، دا ډیپلوماتیک فشار د چین د هغو پراخو هڅو برخه ده چې غواړي د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د لا پراخېدو مخه ونیسي. د سرچینو په وینا، چین د پاکستان په همغږۍ د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره تماسونه هم پیل کړي دي.

د دغو هڅو اصلي موخه د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د لارو پرانیستل او د غیرمستقیمو خبرو اترو لپاره زمینه برابرول دي. ویل کېږي چې په دغو سلا مشورو کې د باور جوړونې متقابل اقدامات هم ارزول کېږي، څو وروسته د ایران د اتومي پروګرام، سیمه‌ییز امنیت او پر تهران د لګېدلو بندیزونو په اړه پراخې خبرې اترې ممکنې شي.

دا تحرکات په داسې حال کې روان دي چې ایران دا دی پرله‌پسې څلورمه شپه ده چې د امریکا له هوايي بریدونو پرته یې تېروي. د دواړو هېوادونو ترمنځ بریدونه د شنبې له سهاره، د ۱۳ ورځني دوامداره پوځي کړکېچ له پای ته رسېدو وروسته، درېدلي دي. دغه کړکېچ د ډیپلوماتیکو هڅو له ناکامېدو او په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ پر سر د اختلافونو له امله رامنځته شوی و.

سره له دې چې بریدونه درېدلي، ایران وایي له امریکا سره یې هېڅ ډول خبرې اترې نه دي روانې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، کېدای شي منځګړي د امریکا پیغامونه تهران ته ورسوي، خو په اوس وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ رسمي مذاکرات نه ترسره کېږي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که خبرې اترې ناکامې شي، هېواد یې «لوی پوځي اقدام» ته چمتو دی. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ایران پر ضد یې پوځي بریدونه په موقتي ډول وځنډول.

ټرمپ له اکسیوس وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، حکومت به یې خبرو اترو ته ډېر وخت ورنه کړي. د هغه په وینا، اوسني مذاکرات «ژور او جدي» دي، خو په نامحدود ډول نه شي دوام کولی.

د امریکا ولسمشر وروسته خبریالانو ته هم وویل چې واشنګټن له ایران سره «ښې خبرې» کوي او زیاته یې کړه چې د یوې هوکړې د ترلاسه کېدو لپاره مناسب احتمال موجود دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...