Homeخبرونههند د «انرژۍ څښاک» نوم کارول منع کړل

هند د «انرژۍ څښاک» نوم کارول منع کړل

تاند (دوشنبه د اسد/زمري ۶مه) د هند حکومت په خپل وروستي نظارتي اقدام کې د هغو څښاکونو تولیدوونکو ته چې د کافین لوړه اندازه لري، امر کړی چې نور به پر خپلو محصولاتو د «انرژۍ څښاک» (Energy Drink) نوم نه کاروي.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په هند کې د دغو محصولاتو بازار په چټکۍ سره په پراخېدو دی او اټکل کېږي چې ارزښت به یې تر ۲۰۲۸ کال پورې ۱.۶ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د هند د خوړو د خوندیتوب او معیارونو ادارې (FSSAI) ویلي، د دغه هېواد په قوانینو کې د «انرژۍ څښاک» لپاره کوم ځانګړی معیار یا رسمي کټګوري نه شته.له همدې امله، د «د بدن او ذهن د انرژۍ زیاتولو» یا «د عمومي کمزورۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي» په څېر ادعاوې کولای شي مصرفوونکي وغولوي.

رسنیو په راپورونو کې راغلي چې، دا پرېکړه د پپسي، ریډبول، مانسټر، هیل انرژي او همدارنګه د موکېش امباني اړوند ریلاینس شرکت په ګډون پر سترو تولیدوونکو هم تطبیقېږي.

دغو شرکتونو ته لارښوونه شوې چې د خپلو محصولاتو له بسته‌بندۍ څخه د «انرژۍ څښاک» یا ورته نومونه لرې کړي.

د څښاکونو تولیدوونکو شرکتونو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

دوی وایي، د دې نوم لرې کول به د دوی د برانډ هویت ته زیان ورسوي او د محصولاتو پر پلور به منفي اغېز وکړي، ځکه د دغو څښاکو د بازارموندنې لویه برخه د انرژۍ د چټک زیاتوالي پر ادعا ولاړه ده.

خو د هند د خوړو د خوندیتوب او معیارونو ادارې مشر، راجیت پونهاني ټینګار کړی چې دا پرېکړه به بدله نه شي.

هغه ویلي، که شرکتونه اعتراض لري، کولای شي له قضايي لارو یې تعقیب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...