Homeخبرونهد بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس په یوه وسله‌وال برید کې...

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو

تاند (دوشنبه د اسد/زمري ۶مه) د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند، احسان‌الله کامګار، رسنیو ته ویلي چې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ذبیح‌الله امیري وژل شوی دی.

کامګار زیاته کړې چې امیري نن (سه‌شنبه، د اسد ۶مه) د بدخشان ولایت له بهارک ولسوالۍ د ولایت مرکز فیض اباد ته روان و چې وسله‌وال برید پرې وشو او ووژل شو.

یو بریدګر په ځوابي ډزو وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی دی.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، د دې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.

تر اوسه د برید د عاملانو یا د برید د اصلي لامل په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د بدخشان وروستۍ پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دې ولایت کې په وروستیو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي او د وسله‌والو نښتو او تاوتریخوالي راپورونه زیات شوي دي.

سیاسي شنونکي وایي، د یوه لوړپوړي ولایتي چارواکي وژل کېدل ښيي چې په سیمه کې امنیتي ننګونې لا هم جدي دي او د وضعیت د لا خرابېدو احتمال شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...