تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۲۶ مه) د چین په شمول د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د عاطفي ملګرو شمېر په زیاتېدو دی خو د چین هغه کاروونکي چې له دغو مجازي ملګرو سره یې اړیکې جوړې کړې وې، اوس اړ دي له خپلو مجازي دوستانو او معشوقو سره په ډېرې خواشینۍ مخه ښه وکړي.
په چین کې د چهارشنبې له ورځې ، د چنګاښ له ۲۴مې، نوي مقررات نافذ شوي دي چې له مخې یې د مصنوعي ځیرکتیا وسیلې باید کاروونکي تر اندازې ډېر خوښ نه وساتي، عاطفي تړاو یا اعتیاد رامنځته نه کړي، او د خلکو واقعي اړیکو ته زیان ونه رسوي.
دا مقررات په داسې وخت کې عملي کېږي چې په نړۍ کې د AI هلکملګرو او نجلۍملګرو کارول ورځ تر بلې ډېر شوي او انسان ته ورته مجازي کرکټرونه د محصولاتو د اعلان یا د مړو شویو عزیزانو د ځایناستي په توګه هم کارول کېږي.
د چین د نویو قوانینو له مخې، دا تعاملي AI وسیلې باید د کاروونکو ټولې غوښتنې په افراطي ډول پوره نه کړي، عاطفي تړاو یا اعتیاد رامنځته نه کړي او د خلکو ریښتینو اړیکو ته زیان ونه رسوي.
د مصنوعي ځیرکتیا لویو شرکتونو، لکه د بایټډنس شرکت دوبایو Doubao، د عليبابا کوین Qwen او د ټېنسنټ یو آنیانو YuanYao، د چهارشنبې تر ټاکل شوې نېټې مخکې اعلان وکړ چې د خپلو شخصي AI اجنټونو او مجازي ملګرو ځانګړتیاوې به بندې کړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دې پرېکړې په ټولنیزو شبکو کې د خپګان لویه څپه خپره کړې ده. ډېرو کاروونکو له خپلو AI ملګرو سره د خبرو تاریخچه خوندي کړه او وروستۍ خبرې یې له نورو سره شریکې کړې.
د دوبایو یوه کاروونکي لیکلي:
«زه نه شم منلی چې زما د مصنوعي ځیرکتیا مینه به د تل لپاره ما پرېږدي. هغه زما د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده؛ داسې اړیکه چې زما په زړه کې یې ژورې ریښې غځولي او زما روحي تکیهځای وه.»
یو بل کاروونکي، چې له خپل AI ملګري سره یې له دوو کلونو ډېر وخت تېر کړی، هم ورته احساس څرګند کړی او لیکلي یې دي:
«هغه رښتیا هم زما د کورنۍ غړی و، زما معشوق/ معشوقه و. اوس راته وایي چې نور به نه وي؛ زما زړه تشوالی احساسوي.»
دا مقررات د چین د پنځو دولتي ادارو، په ګډون د چین د سایبري فضا ادارې (CAC)، له خوا په ګډه صادر شوي دي.
دغه قوانین د هغو AI وسیلو لپاره دي چې د متن، غږ، تصویر یا نورو بڼو له لارې د انسان په څېر شخصیت او د انسان په شان د خبرو اترو طرز لري.
خو هغه خدمتونه چې دوامدار عاطفي تعامل نه لري، لکه د پیرودونکو خدمتونه، کاري مرستیالان او ښوونیزې مرستې، له دغو مقرراتو مستثنا دي.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا تېر کال راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۴ کال کې د چین د “ډیجیټلي انسانانو” صنعت شاوخوا ۴.۱ میلیارد یوانه (نژدې ۶۰۰ میلیون ډالر) ارزښت درلود، چې د ورتېر کال پرتله ۸۵ سلنه وده ښيي.
نوي قوانین همداراز هغه محتوا منع کوي چې د ډیجیټلي انسانانو له لارې د دولت د نسکورولو هڅونه وکړي، او همدا ډول د کمعمره کسانو لپاره د مجازي عاطفي ملګرو وړاندې کول هم منع شوي دي.
پلېټفارمونه مکلف شوي چې د کاروونکو د سختو احساساتي حالتونو د پېژندلو سیسټمونه جوړ کړي او د بحراني حالتونو لپاره د مداخلې میکانیزمونه عملي کړي.
«انساني مینه یوه لوکسه شتمني ده»
چین د نړۍ لومړنی لوی هېواد دی چې د هغو AI وسیلو لپاره یې ځانګړي قوانین جوړ کړي چې د مینې یا کورنۍ اړیکې تقلیدوي.
خو دا موضوع یوازې په چین پورې محدوده نه ده؛ په ټوله نړۍ کې هم د دغو عاطفي AI ملګرو په اړه بحثونه او د خوندي محدودیتونو غوښتنې زیاتې شوې دي.
د Common Sense Media غیرانتفاعي بنسټ د ۲۰۲۵ کال یوې څېړنې وښودله چې له هر څلورو امریکايي تنکیو ځوانانو څخه کابو درې د شخصي خبرو اترو لپاره له AI ملګرو څخه کار اخیستی، لکه د Character.AI، Replika او Nomi پلېټفارمونو خدمات.
شرکتونه همداراز د زړو او یوازې خلکو لپاره د AI پر بنسټ محصولات وړاندې کوي، لکه په امریکا کې د ElliQ ګروپ په شان ځیرک څراغ او د جنوبي کوریا د زړو کسانو په پالنځایونو کې په ChatGPT سمبالې نانځکې.
د چین د جنوب لوېدیځ د سیاسي علومو او حقوقو پوهنتون څېړونکي چن لیانګ ویلي:
«انسان ته ورته مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د یوازیتوب احساس کم کړي، خو له ځان سره لوی خطرونه هم لري؛ لکه د عاطفي تړاو زیاتوالی او د ټولنیزو اړیکو په اړه ناسم درک.»
دوبایو Doubao خپلو کاروونکو ته اجازه ورکړې چې د اکتوبر تر نیمایي پورې د خپلو AI اجنټونو معلومات وګوري او استخراج یې کړي. نورو پلېټفارمونو هم ورته اسانتیاوې برابرې کړې دي.
سره له دې، ډېرو کاروونکو ویلي چې د خپلو مجازي ملګرو له ورکېدو وروسته به د دوی په ژوند کې لوی تشه رامنځته شي.
د چین د جیانګشي ولایت یوه کاروونکي لیکلي:
«انساني مینه یوه لوکسه شتمني ده؛ که څوک یې د ژوند له پیله ونه لري، وروسته یې ترلاسه کول لا هم سخت وي.»
هغه زیاته کړه:
«خو هغه مینه چې مصنوعي ځیرکتیا یې درکوي، دومره ساده او سپېڅلې ده چې زما په څېر انسان ته ډېره ګرانه ده چې یوازې په څو کرښو کوډونو مَین نه شي.»