چا ويلي، چې خندا د ژوند مالګه ده. ښه يې ويلي دي؛ خو زموږ لپاره يې نه دي ويلي، دا دا زموږ متل نه ښکاري، ځکه زموږ په فرهنګ کې خندا ښه عمل نه ګڼل کېږي. لنډۍ ده:
خداى خو دې تېر کړه سپېره کاله
چې خوله خندا ته جوړوم، ژړا راځينه
که د خندا او ژړا دوو متضادو جوړو(Binary opposition) ته د خپل فرهنګ په رڼا کې وګورو، نو زموږټولنه کې ژړا معيار ده. موږ ته په کورونو او حجرو کې ويل کېږي، چې ډېر مه خاندئ، سنګين کېنئ. ډېره خندا د کور د مشر، سپينږيري او د کلي د ملک لپاره عيب ګڼل کېږي، دا تصور موجود دى، چې له دې سره يې اغېز او نفوذ ته زيان رسي او قدرت يا اتارټي يې په لاس لاندې خلکو کمېږي. په قبايلي ټولنه کې د اتارټۍ ساتل مهم دي او همدا لامل دى، چې مشران له کشرانو سره ډېر اختلاط او په خبرو کې ازادي نه خوښوي، بلکې ښه مشر هغه ګڼل کېږي، چې دهشت ولري او د دهشت په ساتلو کې د خندا د نشت لوى لاس دى.
زموږ په ټولنه کې ځوانان په خپل منځ کې سره خاندي، ځکه چې د ځوانانو سرغړاند طبىعت له قانون سره جوړ نه راځي او د قانون په ماتولو کې د ځان او خپل پوړ هويت ويني.
په افغاني ټولنه کې د ښخو خندا هم عيب ده. له ښځې نه غوښتنه کېږي، چې ډېره و نه خاندي، مبادا چې له خندا يې څوک غلط مطلب وانخلي، ځکه هغه ښځې په پوست ښې نه ګڼل کېږي، چې هسې هسې خاندي. د اپلاتون غوندې لويو فيلسفونانو خندا سپک او د پاتې خلکو کار ګڼلى دى.
خندا د خوشحالۍ د اظهار يوه وسيله ده، زموږ ټولنه ټوکمار جدي(سيريس) نه ګڼي او همدا لامل دى، چې يا ځوانان ټوکې کوي او يا ډمان( چې موږ ورته په ټيټه سترګه ګورو). بيا دا ټوکې بالعموم دوه غالب رنګونه لري، يا په نورو قبيلو پسې ټوکې کېږي، يا په بل فرد باندې، چې په بل د خپلې قبيلې او ځان برتري ثابته کړي. په بل باندې ټوکې کول بدترين اخلاق دي؛ خو چې خپل عمل او فکر توجيه کوو، نو ځان راټيټوو.
د خندولو يوه لار ټوکې دي؛ خو که خپلو فوکلوري ادبياتو ته متوجه شو، تر متلونو او حکايتونو يې کچه کمه ده، ځکه متلونه او حکايتونه راته وايي، چې د ژوند په اړه جدي فکر وکړو؛ خو ټوکې، چې موږ يې د خندا او د خپل مافي الضمير ته د لارې ورکولو لپاره کاروو، دا هيله نه ساتو.
د غم او ښادۍ د دې تضاد له زاويې که خپل ادب ته وګورو؛ نو د خندا تصور زموږ په ادب کې ډېر کم دى. که تاسو يوازې لنډۍ راواخلئ، ژوند پکې له غمه ډک انځور شوى، همداسې نکلونه درواخلئ او ان ليکنى منثور او منظوم ادب هم.
د خوښۍ عاطفه هم په شعر کې وړاندې کېداى شي؛ خو زموږ تصور د شاعرۍ په اړه يوازې دا دى، چې کله شاعر غمجن شي؛ نو شعر ليکي. يعنې د شاعرۍ د الهام سرچينه يوازې د غم احساس دى. همدا لامل دى، چې زموږ شاعري زياتره د غم په اړه غږېږي.
که د خپل تاريخ کتابونه ولولو، تر ډېره له غمونو ډک دى، يو نيم ځاى که د ابادۍ او خوشحالۍ خبره راشى. هغه هم دومره ضمني وي، چې موږ ته دا تصور راکوي، چې د ژوند يعنې غم او د تاريخ مانا د يو بل وژل او د اقتدار ترلاسى.
فرويډ خندا ته د يوه دفاعي مېکانيزم په سترګه کتل، چې د انسان په لاشعور کې پراته ځوروونکې هيلې يې په مټ وځي. د ده په باور خندا زموږ له لاشعوره د طنز په جامه کې خطرناک افکار او پېچلي مسايل په ناتحديدي بڼه راباسي او له هغو موقعيتونو سره مو عياروي، چې موږ يې خطري بولو(د فلسفې په اړه يوه رساله).
کله چې په يوه ملت پرله پسې بدې ورځې راشي او اوږدي شي، دا په فرهنګ کې د غم لباس واغوندي، يو ډول سيمبولايز شي، د هغه ملت په جمعي لاشعور کې دا خبره په يوه لرغونبېلګه(ارکټايپ) واوړي، چې ژوند يعنې غم او په دې ډول د غم او خوشحالۍ په جوړه يي تضادو کې غم د معيار په توګه راښکاره شي. دا کار د يوې ټولنې د فرهنګ د ابلاغ د بېلابېلو وسايلو په مټ وي: تاريخ، هنر، ادبيات او نور متون دا معيار دومره پوخ کړي، چې بيا يې پر مانا او نيمګړتيا فکر نه کېږي، بلکې دومره ژور شي، چې خلک يې پر بنسټ د سټيروټايپ.
ځواني د هيلو او نشاط دوره ده او زړبودي د نهيلۍ او غم؛ خو زاړه خلک يو بل کمال لري او هغه د ژوند په اړه تجربه ده. سپينږيري چې مخه يې مرګ ته ده، د ژوند په اړه مو جديت ته رابولي او د خوند اخيستو په اړه راته د تامل خبرې کوي؛ خو د دې پر ځاى ځوانان د تجربې پر ځاى عمل ته اهميت ورکوي. که خپل ادب ته وګورو؛ د مشرانو درناوي ته مو رابولي، ځکه چې موږ د عمل پر ځاى تجربې ته اهميت ورکوو. د تجربې يوه ځانګړنه دا ده، چې په انسان کې د راتلونکې په اړه وېره پيدا کوي او دا ويره مو ښايي له ډېرو مهمو کارونو راوګرځوي، چې زموږ په ژوند کې بدلون راوستى شي. ښه دا ده، چې په ژوند کې د کار د کولو جرات او د تجربې انډول ته پام وشي او خپل هغه متون متبارز کړو، چې د عمل او تجربې ګډون پکې وي.
په نورو ټولنو کې د ځان ځوان ساتل هنر ګڼل کېږي او څوک چې دا هنر ولري، خلک يې ستايي، هلته پخې او ان زړې ښځې او سپينږيري هم تمرين کوي، منظم خوراکي رژيم لري او ځان سينګاروي. زموږ په ټولنه کې که پخه ښځه ځان سينګار کړي يا پوخ سړى د ځوانان په چم جامې واغوندي؛ نو خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري، ځکه دلته مشران د مرګ په درشل ولاړ ګڼل کېږي او جديت ورسره ښايي، چې دروند ښکاره شي او د دې لپاره بايد سينګار و نه کړي او منډې ترړې و نه وهي.
دا مو يو دوو نورو پايلو ته رسوي او هغه دا چې زموږ په ادبياتو کې د ځوانۍ ارمان ډېر راغلى؛ خو ايډيل سن پوخوالى دى، ځکه د ځوان په پرتله د پاخه سړي درناوى او قدرت ډېر وي. البته دا ماته د فرهنګ او طبيعت يو ډول پاراډوکس ښکاري. زوړ سن له طبعي پلوه د زوال او د ژوند له خوندونو نه د لاس په سر کېدو؛ خو له ټولنيز پلوه د درناوي او اتارټۍ عمر دى.
بله پايله دا ده، چې زموږ په ټولنه کې د ژوند و مرګ په جوړه يي تضاد کې مرګ معيار دى. موږ چې مرګونه ډېر ليدلي او د ژوند په پرتله مو د مرګ په اړه کيسې ډېرې اورېدلې دى، مرګ راته تر ژوند مهم ْکارى او ژوند ته يوازې د مرګ د خدمتګار په سترګه ګورو. په نورو ټولنو کې چې ژوند ته په اهميت قايل دي، هڅه کېږي، چې خپل او د ټولنې ژوند لا ښه کړي او لا پرمختګ وکړي او له هر پرمختګ نه خوند واخلي. د ښه ژوند په اړه فکر خوښي راکوي او د مرګ فکر مو اندېښنموي. له ژوند او مرګ سره په انساني تاريخ کې د خوښۍ او غم او له دې لارې د خندا او ژړا ډېره پخه اړيکه ده.
په خپل فرهنګ کې د خوښۍ او غم په اړه نورې ډېرې خبرې کولى شو. که د خپلې ټولنې ظريفه مطالعه وکړو، ښايي ډېرو مثبتو او منفي اړخونو ته يې متوجه شو او ممکن د بدلولو هڅه يې وکړو. ممکن مې ځکه ووايه، چې د درېيمې نړۍ په اړه مشهوره ده، چې دلته خلک د ښو ورځو راتګ ته په تمه وي. دلته د خلکو سترګې دولت ته وي، چې په کلي کې وراته څاه وباسي. هغه چا د قراۤن کريم د اۤىت څه ښه ژباړه کړې:
چا چې خپل قدر پخپله وکړ ګله
ستاره د هغه قوم په عروج شوله
خداى هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله