تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۲۶ مه) د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې جوړې شوې وسلهوالې ډلې ویلي چې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز یې نن سهار وختي (له څلورو تر ۶ بجو) برید وکړ او هغه یې د څو ساعتونو لپاره ونیوه.
طالبانو تایید کړه چې مخالفو وسله والو د دوی د امنیتي ځواکونو له رخصتۍ څخه په استفادې د لنډ وخت لپاره د کوزیفتل ولسوالي مرکز د لنډ وخت لپاره نیولی و.
کور یفتل په افغانستان کې لومړنۍ ولسوالي ده چې د طالبانو دله واک ته رسېدو وروسته که څه هم د څو ساعتونو لپاره، د هغوی له کنټروله وځي. د مقاومت ملي جبهه کله ناکله په بدخشان او نورو ولایتونو کې د بریدونو ادعاوې کوي خو تراوسه پورې یې حتي کومه پوسته هم نه ده نیولې، اما دا لومړی ځل دی چې یوه ډله د یوې ولسوالۍ مرکز ته ننوځي او په دې توګه خپل موجودیت اعلانوي.
«سپاهیان میهن» د همدې برید په ترڅ کې په لومړي ځل خپل موجودیت اعلان کړ.
تر اوسه د دې ډلې په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي. بدخشان له پاکستان، تاجکستان او چین سره پوله لري.
د راپور له مخې، دې وسلهوالې ډلې د جمعې سهار وختي د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ او د ولسوالۍ پر ودانۍ یې خپل بیرغ پورته کړ.
طالبانو بې له دې چې کومه مشخصه مخالفه ډله تورنه کړي ویلي :«وسله والو کسانو د شپې له تیارې او د لومړۍ درجې امنیتي مسوولانو له رخصتۍ په استفادې پر یفتل ولسوالۍ چپاو ور وړی او د سهار له ۴ تر ۶ بجو پورې یې د ولسوالۍ ودانۍ په واک کې اخیستې.»
طالبانو همداراز ویلي چې حمله کوونکې وسله وال تر تعقیب لاندې دي او د هغو یو شمېر غړي یې ژوندي نیولي دي.
په همدې حال کې لوی درستیز فصیح الدن فطرت د وضعیت د ارزولو لپاره بدخشان ته تللی دی.