تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۲۶ مه) د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، د بدخشان ولایت په کوز یفتل ولسوالي کې د «ګډوډۍ» ډېری عاملان نیول شوي او پاتې کسان به هم ژر ونیول شي.
ښاغلي فطرت وروسته له دې چې یو شمېر وسله والو مخالفانو د څو ساعتونو په مخه د کوز یفتل ولسوالي ونیوله، بدخشان ته سفر وکړ او ویې ویل چې د ادعا شویو ګډوډیو ډېری عاملان نیول شوي او پاتې کسان به هم ډېر ژر ونیول شي.
فطرت ټینګار وکړ چې په بدخشان کې هېڅ امنیتي ستونزه نشته او هر څوک چې د ولایت د امنیت د ګډوډولو هڅه وکړي، د امنیتي ځواکونو له قاطع غبرګون سره به مخامخ شي.
هغه زیاته کړه چې ځوانان باید د هېواد له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د هغو کسانو په خبرو ونه غولېږي چې له افغانستانه تښتېدلي دي.
نوموړي وویل، امکان لري چې بهرنیو استخباراتي ادارو د ځوانانو احساسات کارولي وي او د بدخشان د یفتل ولسوالۍ د امنیت په ګډوډولو کې یې رول لوبولی وي.
خو ده په عین حال کې وویل چې په دې اړه پوره ډاډه نه دی چې د یفتل ولسوالي د امنیت په ګډوډولو کې به بهرنیو استخباراتو لاس لرلی وي.
فطرت وویل، تېره شپه په داسي حال کې چې د ولسوالۍ جګپوړي چارواکي په رخصتۍ تللي وو، یو شمېر «غیرمسوولو او بد نیت خاوندانو» د یفتل ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ. د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه سیمې ته له رسېدو څو ساعتونو وروسته بریدګر وځپل او ونیول شول.
د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې جوړې شوې وسلهوالې ډلې ویلي چې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز یې نن سهار وختي (له څلورو تر ۶ بجو) برید وکړ او هغه یې د څو ساعتونو لپاره ونیوه.