تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د ایران او امریکا ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په ترڅ کې، د ایران په پلازمېنه تهران کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد جنجالي بلبورډونه او بینرونه نصب شوي، چې نوې سیاسي او ډیپلوماټیکې نیوکې یې پارولي دي.
د راپورونو له مخې، د تهران د انقلاب څلورلارې او د ښار په نورو مهمو سیمو کې پر لګول شویو بلبورډونو کې ټرمپ په یوه پرانیستي تابوت کې پروت انځور شوی دی. په ځینو بینرونو کې په فارسي او انګلیسي ژبو سخت او ګواښوونکي شعارونه هم لیکل شوي، او په ځینو نورو کې ټرمپ، د هغه مېرمن او ماشومان د امریکا په بیرغ پوښل شویو تابوتونو ته څېرمه ښودل شوي دي.
همدارراز، په ځینو ځایونو کې یوه سمبولیکه مجسمه هم نصب شوې، چې پکې د ایران د ستر مشر مجتبی خامنهيي مټ د ځواک او مقاومت د نښې په توګه انځور شوی دی.
دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا زیات شوی دی. د ایران ستر مشر مجتبی خامنهيي تر دې وړاندې ویلي و چې ایران به د ده د پلار د وژل کېدو غچ واخلي، او د دې لپاره به له هر ډول قربانۍ ډډه ونه کړي.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم خبرداری ورکړی و چې که د هغه د وژلو هڅه وشي، امریکا به د ایران پر وړاندې سخت پوځي غبرګون وښيي.
د وال سټریټ ژورنال په ګډون، ځینو امریکايي رسنیو، راپور ورکړی چې اسراییل واشنګټن ته داسې استخباراتي معلومات سپارلي چې پکې ادعا شوې ایران د ټرمپ د وژلو پلان جوړ کړی دی.
همداراز، د ایران د پخواني ستر مشر آیتالله علي خامنهيي د جنازې په ترڅ کې هم د ټرمپ ضد بینرونه او شعارونه لیدل شوي وو.
د ټرمپ ضد بلبورډونه او د امریکا خبرداری ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته کړکېچ نور هم ژور شوی، او داسي ښکاري چې د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شوی هوکړهلیک عملاً بې اثره شوی دی.