جان روان ځاځی
د بشري تمدن په اوږده سفر کې ځينې شېبې داسې راشي، چې د تاريخ لوری بدل کړي او د راتلونکي لپاره نوې لارې پرانېزي. د بشريت په تاريخ کې هر لوی بدلون له یوې داسې مفکورې پيل شوی، چې د انسان د فکر پولې یې ماتې کړې دي؛ نن مصنوعي ځيرکتيا د یوه داسې بدلون زیری راوړی، چې د انسان د پوهې، نوښت او ژوند بڼه به د راتلونکو نسلونو لپاره بيا تعريف کړي.
نړۍ د يوه ستر ټکنالوژيکي بدلون په درشل ولاړه ده، چې د انسان د زرګونو کلونو فکرونه، تجربې او پوهې د نوې ټکنالوژۍ له ځواک سره يو ځای کوي.
مصنوعي ځيرکتيا د معاصرې زمانې داسې پياوړی ځواک دی، چې د انسان د ذهن د خلاق توان د ماشينونو له چټکتيا او محاسبوي وړتيا سره نښلوي او د راتلونکي نړۍ د جوړېدو لپاره نوې دروازې پرانېزي.
هغه څه چې څو کاله وړاندې د ساينس د کېسو او راتلونکو تصورونو برخه ګڼل کېدل، نن د انسان د ورځني ژوند په بېلا بېلو ډګرونو کې په يوې واقعي او اغېزمنې وسيلې بدل شوي دي. مصنوعي ځيرکتيا د روغتيا له پرمختګ او د زده کړو له پراختيا څخه نيولې، تر صنعت، اقتصاد، کرنې، څېړنو او حکومتولۍ پورې، د نړۍ د بدلون يوه مهمه محرکه ګرځېدلې ده.
مصنوعي ځيرکتيا يوازې د معلوماتو د تحليل او د ماشينونو د کارولو يوه وسيله نه ده؛ بلکې دا د راتلونکي تمدن يوه مهمه برخه بلل کېږي. خو لکه څنګه چې هر ستر پرمختګ نوي فرصتونه رامنځته کوي، نو ورسره نوي مسؤليتونه او ننګونې هم مل وي. د معلوماتو خونديتوب، د محرمیت ساتنه، د جعلي معلوماتو مخنيوی، ټکنالوژۍ ته عادلانه لاسرسی او د مصنوعي ځيرکتيا مسؤلانه کارونه هغه څه دي چې نړۍ يې د حل لپاره ګډو هڅو ته اړتيا لري.
د همدې ستر بدلون په لړ کې، د ۲۰۲۶م کال د مصنوعي ځيرکتيا نړيوال کنفرانس او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لوړپوړې غونډه د جولای په ۱۷مې نېټې د چین په شانګهای ښار کې پرانیستل شوه، چې د همدې مياشتې تر شلمې نېټې پورې به دوام ولري.
د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين دولت رئیس شي جين پينګ هم ګډون او وينا کړې او د نړۍ د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ لپاره يې د خپل هېواد اقدامات اعلان کړي دي.
نوموړي ويلي، اوسمهال په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري چټک بدلونونه روان دي، د علمي ټيکنالوژۍ او صنعتي انقلاب نوي پړاو کې پرمختګونه چټک شوي او د مصنوعي ځیرکتيا نوښت بې ساری فعال شوی، چې هم خورا لوی فرصتونه لري او هم يې د حکومتولۍ پر وړاندې ننګونې راپورته کړې دي.
شي جين پينګ پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د بشر لپاره د لومړيتوب او نيک نيت مفکوره ولري، مصنوعي ځيرکتيا دې د ګډې سمسورتيا د هڅولو او د ګډ امنيت د ساتلو لپاره مهم حياتي ځواک وګرځوي او په ګډو هڅو دې د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لامعقول سیسټم جوړ کړي.
هغه په خپلو خبرو کې نړۍ ته څلور فقره ييز وړانديز کړی او ويلي يې دي، چې ټول هېوادونه دې پر پرانيستې او ګډو ګټو ټينګار ولري، نوښت له لارې دې پرمختګ ومومي، د خطرونو احساس دې ولري او امنيت دې تامين کړي، ټولشموليت او د تمدنونو ترمنځ متقابلې زده کړې دې وهڅوي او په ګډو هڅو دې نړيواله حکومتولي ښه کړي.
شي جين پینګ ويلي، چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د نړۍ د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ او وړتيا د پیاوړتيا په موخه د پرمختيايي هېوادونو ۵۰۰ کسانو ته د مصنوعي ځيرکتيا روزنې برابرې کړي، اسيان، عربلیګ، افريقايي ټولنې، د لاتيني امريکا او کارابين هېوادونو ټولنې، د شانګهای همکارۍ سازمان او د برېکس هېوادونو پر مخ به له مصنوعي ځيرکتيا د استفادې د همکارۍ نړيوال مرکز جوړ کړي او په ۳۰ هېوادونو کې به د «ماځو» په نوم د هوا پېژندنې د لومړني خبرداري پلان په تطبيق کې مرسته وکړي.
د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لوړپوړې غونډه کې هڅه کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره داسې اصول او چوکاټونه رامنځته کړي، چې د مصنوعي ځيرکتيا (AI) پرمختګ د انسان د ارزښتونو، اخلاقي معيارونو او نړيوال مسؤليت له مخې تنظيم شي. ځکه مصنوعي ځيرکتيا هغه وخت د بشريت لپاره يو نعمت کېدای شي، چې د انسان د عقل او اخلاقو تر لارښوونې لاندې وکارول شي.
مصنوعي ځيرکتيا د نړۍ د پرمختيايي هېوادونو لپاره هم د بدلون يو بېساری فرصت وړاندې کوي او کولی شي چې د زده کړو فرصتونه ورته پراخ کړي، روغتيايي خدمتونه يې ښه او کرنيز توليد يې زيات کړي او د اقتصاد د ودې لپاره ورته نوې لارې پرانېزي. خو د دغو فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره اړينه ده، چې پرمختيايي هېوادونه ډيجېټلي زېربناوې پياوړې او د خلکو مهارتونه لوړ کړي او د ټکنالوژۍ ګټې د ټولنې ټولو وګړو ته ورسوي.
د ۲۰۲۶م کال د مصنوعي ځيرکتيا نړيوال کنفرانس او د حکومتولۍ غونډه نړۍ ته دا روښانه پيغام ورکوي، چې د راتلونکي جوړول يوازې د ټکنالوژۍ د پرمختګ موضوع نه ده؛ بلکې د انسان د مسؤليت، همکارۍ او ګډ فکر موضوع هم ده. راتلونکی به هغه وخت روښانه وي، چې هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا له ځواک څخه د سيالۍ پر ځای د همکارۍ، د توپير پر ځای د نږدېوالي او د ستونزو پر ځای د حل لارو د رامنځته کولو لپاره ګټه واخلي.
مصنوعي ځيرکتيا په حقیقت کې د انسان د فکر بديل نه دی، بلکې دا د وړتياوو د پراخولو يوه نوې وسيله ده. د ۲۰۲۶م کال نړيوالې غونډې کې يوازې د يوې ټکنالوژۍ په اړه بحث نه کېږي؛ بلکې د نړۍ په اړه پکې فکر او نظرونه تبادله کېږي، چې راتلونکی نسلونه به پکې څنګه ژوند کوي؟
دغسې غونډه په حقیقت کې د بشريت لپاره يو تاريخي فرصت دی، چې د پوهې، نوښت او مسؤلانه همکارۍ له لارې د راتلونکي نړۍ بنسټونه لا پياوړي کړي