ليکنه؛ عبدالوحید وحيد
د نظامونو د نسکوريدو پايلو ته په کتو داسې معلومیږي چې زموږ د ستونځو نوعيت رنګ او حجم تغير مومي خو ستونځې په يو او بل ډول تلپاتې دي او لاهم زياتيږي. دلته هر حاکم ارګ ته له رارسيدو سره سم افغانستان مفتوحه خاوره، ملي شتمني خپل شخصي ملکيت او افغانان د ژونديو مالونو په شان ګڼي. څوک د خپلو سليقو پربنسټ څو کسه ابن الوقت سياستوال او څوک هم ځينې لويديځ پالې افراد، څوک هم خپل انډيوالان او نازولي په واکمني کې د مشارکت ترعنوان لاندې په لوړو پوستونو باندي ونازوي. نوم پرې پراخ بنسټه کيږدي.
افغانستان له هغه وخت راهیسې له بدبختيو سره لاس او ګریوان، د نظامونو لابراتوار جوړ شوى او په مسلسله توګه د فاجعو ډګر ګرزيدلى دى کله چې شهيد داودخان د پرچمیانو په لمسونه پکې د جمهوريت تمثيل پيل کړ، کمونستانو د لينن او کارل مارکس پيښې کولې او دوه مليونه خلک يې ووژل، اخوانيانو پکې د حسن البنا او سيد قطب نظريات پلى کولو چيغې وهلې او د وحدت ډلې د ايراني اخوندانو کريکترونه لوبول او کابل يې کډواله کړ، د ديموکراسي لوبغاړو پکې د واشينګټن د دموکراسي نسخه رواجوله خو دَ فساد او د چور ويروسونو د نظام ريښې وچې کړې او نسکور شو. طالبان هم راغلل ارګ ته له ننوتلو سره سم يې هر څه ګل او ګلزار وګڼل، واک يې انحصاري کړ، امتيازات يې په خپلو انډيوالانو وويشل، ملت يې تحريم کړ او د انجونو په زده کړو باندي بنديز يې د ښې/بدې حکومتولي ژوندۍ بيلګه ده، خو ملت ورځ تربلې په زياتيدونکي توګه د فقر تر کرښې لاندې، محکومانه مظلومانه او مجبورانه ژوند کوي.
زموږ ستونځه د نظامونو په غوراوي کې د اشتباهاتو له امله نه، بلکې د نظامونو په تطبیق کې د افراط، د شورائي سيستم د نشتوالى له امله رامنځته شوي استبداديت، د مشرتابه لپاره د ولس له منځه د راپورته شويو اشخاصو نشتون، له واکمنانو سره د واک انحصاري ذهنيت، په ملي شتمنيو باندې د انډيوالانو نازول، ملي ګټو ته د ژمنتیا نشتون، له ملت سره د واټن په رامنځته کېدو او د واک د بايلات په مهال له هېواد څخه د پښو په سپکولو کې نغښتې ده.
زموږ د ټولني پيچلي او متنوع قومي جوړښت او د ولس کلتوري ژوند ځانګړتياو ته په کتو داسې نظامونه د بريا امکانات نه لري چې د قومونو، ژبو او مصنوعي هويت رامنځته کولو نژادي تبعیض ته د ودې ورکولو په شعارونو باندي د ولسونو ترمنځ بيلتون راوستلو سياست پرمخ وړي او زموږ يووالي ته د زيانونو اړولو لامل ګرزي. يا هم د داسې مشرانو رامخته کيدو ته لاره هواروي چې ډير وژل يې کړي وي، پراخ فساد او غصب يې کړى وي، د واک لپاره يې ملي ګټې قرباني کړې وي او پرديو ته د چوپړتياوو په پايله کې يې ډيره شتمني ترلاسه کړي وي. د بن په تړون کې د قوميت پربنسټ د واک ويش هغه څه وو چې د نظام بنسټ يې کوږ کيښوده او نتيجه يې موږ او تاسو شل کاله وروسته وليده.
د تاريخ پاڼو ته په کتو افغانان په سياستوالو باندې مطلقاً بى باوره شوي دي. په هېواد کې د روانو غميزو، نيمګړتياو، استبدادي فکر، ظلم او حق تلفي په وړاندي د مبارزې لپاره د جنس، قشر، نسل، قوم، ژبې او سمت تر عنوان لاندې يو اړخيز عنوانونه کارول، ګوندونه او ټولنې جوړول تبعيض ته لاره هواروي، تعصباتو ته هوا ورکوي او د افغانانو ترمنځ د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په نوم د بيلتون ويروس خپروي، اوبه خړوي، ماهيان پکې نيسي او په راتلونکي کې احتمالي بدلون ته په تمه د ځانونو مطرح کولو هڅه کوي.
سیاسي ګوندونه هغه ولسي بنسټونه دي چې د قانوني لارو تعقیبولو په مرسته د ټولنې د سمون د نظام د اصلاح، د قانون په چوکاټ کې د واک ترلاسه کولو او يا هم په واک کې د پاتې کېدو په موخه د حکومت د حليف او يا هم د قانوني حريف په توګه مبارزه کوي. په هيواد کې د سياسي ګوندونو شتون او د ولسي غږ په توګه په حکومتي کړنو باندي تنقيد، يا هم د حکومتي کړنو پلوي کول د ګوندونو منل شوئ اسلامي او نړيوال اصل جوړوي.
متأسفانه په افغانستان کې ګوندونو په تاريخي ډول ښه رول نه دى لوبولى او د تير حکومت په مهال په اوپراتيفي توګه د کاغذونو پرمخ د ګوندونو جوړول او د موجودیت اعلانونو د ملي امنیت د سلاکار په دفتر کې فابريکه درلوده. په افغانستان کې له اتياو څخه زيات سياسي ګوندونه او ډلې جوړې شوې چې متأسفانه ډيرو ګوندونو د ولس له هيلو سره يې لوبه کړې او د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره د اړونده دولتي اورګانونو لخوا د ابزارو په توګه کاريدل. ګوندونو د مختلفو نيمګړتياو له امله په افغانستان کې مقبوليت ترلاسه نشو کړاى، ښه شاليد نه لري او ولسونه ورباندي باور نه کوي.
د نظرونو او دريزونو ترمنځ توپير د انسان له وجود څخه پيل او تر اخري انسان پورې به دوام لري. دغه توپير د انسان د فطرت او خلقت برخه او د وحدت الوجود دليل دى. موږ په دې ايمان لرو چې که العياذ بالله لکه د ځينو اديانو په اند ډيرو خدايانو وجود درلوداى، نو ځمکه به هرومرو دهغوې ترمنځ د اختلاف له امله تباه شوي واى. البته د دريزونو او نظرونو ترمنځ د يو بل دريز ته درنښت وړاندي کولو او مخالف نظر ته د ارزښت ورکولو له لارې زموږ په روښان فکرانو کې د واک او ثروت راټولولو حرص هغه ستره نيمګړتيا ده چې نه يوازې زموږ هېواد ته يې زيانونه واړول بلکې زموږ سياستوالو عزت او وقار د له لاسه ورکولو او په ټولنه کې د هغوى د بدنامي لامل هم ګرزيدلى دى.
که موږ هڅه وکړو چې د سکه وروڼو ترمنځ هم بشپړ توافق رامنځته کړو او ټول اختلافي نظريات يې په توافق بدل کړو، نو يقيناً ناکاميږو ځکه چې په دغه صورت کې موږ له فطرت سره جګړې ته ځو. البته هغه څه چې د هېواد او ولس په ګټه دي د ګوندونو جوړول نه بلکې د ګوندونو يوځاى کول ملي موخو لومړيتوب ورکول د افغانانو ترمنځ د زغم يو بل منلو او د يو بل نظرياتو ته د درنښت کواو دود ته وده ورکول دي. زموږ د موجوده ناورين عوامل د سياستوالو په کمښت کې نه، بلکې د سياستوالو ډيروالى، د مسئوليت احساس نشتوالى، احتساب او په سياست کې د روڼتيا نشتون زموږ د کړاوونو بنسټ جوړوي.
زموږ بله نيمګړتيا داده چې د خپلې ډلې، سمت او ژبې سره تړون درلودونکي خائن څخه د مختلفو بانو او توجيهاتو په وړاندې کولو د عارفانه تجاهل په توګه دفاع کوو او وايو “دا يوازې زموږ انډيوال/زموږ قومي/زموږ همژبۍ/ زموږ د ډلې خائن ولې رسوا شو او دا نور ولې نه رسوا کږي” اصلاً خاين قوم، ژبه، سمت او حيثيت نه لري. له خائنانو سره سليقه کارول د هغوى هيڅ ډول دفاع کول او د هغوى غصب فساد اختلاس اخلاقي انحرافات توجیه کول له هغوى سره په جنايت کې مرسته ده. د تير نظام په نسکوريدو کې د مفسدينو، غاصبينو، زورواکانو او د تعصباتو د ويروس خپروونکو رول له هر بل اړخ څخه لوړ دى.
دا د ځينو سياستوالو سم ذهنيت نه دى چې د هغوى تر مشري لاندي ګوند جوړيدل به په افغانستان جاري بحران، ستونځې ننګونې فقر زورواکي فساد او نورې ناخوالې ختمې کړي. افغانان د ازادي، خپلواکي، نجات، اسلامي نظام او ديموکراسي په دعوو او شعارونو باندي ډير وغوليدل، وځپل شول او وځوريدل. خپلواکي ټکنۍ شوه ملي افتخارات يې د سياسي دوکاندارانو لخوا ليلام شول او افغانستان اوس د يوه محتاج او په ستونځو کې د نښتي وروسته پاتې هېوادونو په کتار کې راځي او ولسونه هم اوس په خبرو باندې نه غوليږي بلکې د مشرانو اعمال څاري او قضاوت کوي.
سلام
د سلطان سنجر ۱۱۱۷-۱۱۵۷م دکوم وزیر څخه پوښتنه وکړه دسلطنت دبقا او دوام لپاره کوم شیان اړین دی ،هغه وویل:
۱- ددانایانو څخه مشوره اخیستل
۲- دعلماوو سر ه اړیکی ساتل
۳- څوک چې نیوکه کوی هغوی سره سم چلند
۴- دالله ج څخه ویره او خوف
۵- دسهل انګاری، بېړه، احساساتی او دروغو څخه اجتناب کول یا ځان ساتل
۶- حفظ مراتب دټولنې ابعاد او ظرفیتونو پېژندل
کور ودان
سلامونه مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
يقيناً همداسې ده. مننه
هر ټولنه د تضادونو او اختلافاتو مجموعه ده .
په ټولنه کی د تضادونو پیژندنه اړین کار دی او داسی بایدوپيژندل چی د ټولني په کومه مقطع کی کولای شو حی له تضادونو او اختلافاتو سره ، سیاسی ډلی او ټپلی کولای شی چی یو له بل سره شته تضادونه حل کړی او بل زموږ په ټولنه دا بد فرهنګ لا تر اوسه پوری شتون لری چی د خپل ځان په اړه هرڅه ښه وایو او د بل سپکه تل غواړو او لاتر اوسه پوری دیته نه یو رسیدلی چی په سیاسی ډګر کی یو د بل خبرو او تګ لارو ته احترام وکړو تل د تیر رژيم ټول هر څه په اوبو لاهو کوو او بل ستونزه دا دی چی تل زموږ په سیاستونو کی باندینی لاسونه شتون لری او د هغوۍ پر احنډا روان یو خپلو هیوادوالو ته ارزښت نه ورکوه ځکه چی د حکومت د تر لاسو کولو کی د خارجیانو لوی لاس شتون لری!!