Homeخبرونهایران نژدې ۲۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

ایران نژدې ۲۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۷ مه) په نیمروز ولایت کې طالب چارواکي وايي چې ایران ۱۹۳ افغان بندیان دوی ته سپارلي دي.

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو اوکلتور ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلوله کبله د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې نیول شوي وو او د دغه ولایت د مرکز زاهدان په محبس کې بندیان وو.

ایراني چارواکو شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو له حکومت سره د بندیانو د تبادلې په اړه سلا کړې وه او تر دې وړاندې هم ایران یو شمېر افغان بندیان د طالبانو سرحدي چارواکو ته سپارلي وو.

په دې لړ کې په تېرو ۹ میاشتو کې ایران نژدې ۹۰۰ افغان بندیان افغانستان ته سپارلي دي.

زرګونه افغانان په ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو په محبسونو کې بندیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...