Homeخبرونهملاحسن: باید د کډوالو له موضوع د فشار د وسیلې په توګه...

ملاحسن: باید د کډوالو له موضوع د فشار د وسیلې په توګه کار وانخیستل شي

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۷ مه) د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې باید د کډوالو له لویې او انساني موضوع څخه د فشار د وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي.

د ملامحمدحسن اخوند په خپل پیغام کې، چې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه خپور کړی، له شتمنو او پانګوالو غوښتي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د راایستل شویو کډوالو مرسته وکړي.

ده همداراز ویلي:« اسلامي امارت د خپلو خلکو په ځانګړي توګه د مهاجرینو د ستونزو حل ته متعهد دی او دا خپله دیني او ملي وجیبه بولي.»

سږ کال د کډوالو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې پاکستان د بې اسناده کډوالو په نوم د افغان کډوالو نیولو، ځورولو او شړلو ته مخه کړې او په څه کم دوو میاشتوکې یې نژدې ۵ لکه افغان کډوال په داسې حالت کې له خپلې خاورې ایستلي چې د هغوی شتمنۍ یې مصادره کړي، پیسې یې ورڅخه اخیستي دي.

د طالبانو ريیس الوزرا پر افغان کډوالو د ګاونډیو په تېره بیا د پاکستان فشارونوته په اشارې ویلي:« کومو هېوادونو چې کلونه کلونه یې زموږ مهاجرو هېوداوالو ته ځای ورکړی و، موږ ترې مننه کوو. زموږ ولس احسان فراموشه نه دی او د دوی کوربه توب ته د قدر په سترګه ګوري. خو په عین وخت کې زموږ هیله دا ده، چې د مهاجرینو لویې او بشري موضوع ته دې له سیاسي لیدلوري او د آني ګټو او تصمیمونو له زاویې نه کتل کېږي، د فشار په ډول دې نه کارول کېږي، د راستنېدو پروسه دې په ابرومندانه او تدریجي توګه مخته یووړل شي، تر څو خدای مه کړه د بشري فاجعې او په اوږدمهال کې د هېوادونو ترمنځ د کرکې او بدبینۍ باعث ونه ګرځي.»

ملا حسن اخوند د نړۍ له نورو هیوادونو اونړیوالو مرستندویو موسسو هم غوښتي چې د کډوالو موضوع له پامه ونه غورځوي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ پر اساس، څه باندې اته میلیونه او دوه لکه افغانان کډوال دي چې د هغو له منځه څه باندې درې میلیونه په کور دننه او پاتې په نورو هېوادونو کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...