دوشنبه, مې 6, 2024
Home+ټکنالوژي مجرم له بوټونو پېژني

ټکنالوژي مجرم له بوټونو پېژني

تاند- یو وخت د پېښور تلویزیون مشهور کومیډین اسماعیل شاهد په یوه ډرامه کې د پولیس په رول کې ویل چې «ملزم له پوندو پېژني» څېړونکو اوس دا چاره د ټکنالوژۍ په مرسته ممکنه کړې ده.

د بریتانیا د سټافوردشایر پوهنتون څېړونکي د یورکشایر د پولیسو په همکارۍ د یوې داسې ټکنالوژۍ په جوړولو کار کوي چې په وسیله یې مجرم د هغه د بوټونو له مخې پېژندل کېږي.

نن سبا هر ځای کمرې شته خو مجرمان عموماً د جرم په مهال ماسک تړي یا مول وهي نو مخ یې نه ښکاري خو که کمره د مجرم یو بوټ هم ثبت کړي، پولیس یې په وسیله مجرم پېژندلی شي.

په څه ډول؟

کله چې تورن ونیول شي، بوټونه ورڅخه ایستل کېږي او په یوه قُطي کې اېښودل کېږي، بیا ورڅخه د ایکسرې په شان عکس اخیستل کېږي. په بل پړاو کې جلا جلا ویدیوګانې سره نښلول کېږي چې د بوټونو درې بعدي ماډل ترلاسه شي. که جوړ شوی ماډل له هغه ویدیو سره ورته و چې د جرم په مهال د مجرم له بوټونو اخیستل شوی و، څرګنده ده چې دا کس مجرم دی.

څېړونکي وايي، دا هم مهمه نه ده چې مجرم خپل بوټونه بدل کړي وي.

د دې ټکنالوژۍ له لومړنیو نمونو څخه به راتلونکی کال د بریتانیا پولیس کار واخلي.

د ستافورډشایر پوهنتون د څېړونکو د ډلې غړی مورګان نیدهم وايي چې په دې طریقه د مجرم د معلومولو پروسه اوږده نه ده، په نهایت کې نیم ساعت وخت ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب