پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهله پاکستاني زندانونو د څه باندې ۳ زرو افغان بندیانو ازادېدل

له پاکستاني زندانونو د څه باندې ۳ زرو افغان بندیانو ازادېدل

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۷ مه) د طالبانو د رژیم چارواکي وایي چې له تېر یوه کال راهیسې د دوی په هڅو د پاکستان له بندخونو څه باندې ۳ زره کډوال خوشې او هېواد ته را اړول شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري ویلي، له دې سره لا هم د سند ایالت په بندخونو کې څه باندې ۳۰۰ نور کډوال هم بندیان دي.

تخاری زیاتوي چې د تېرو دوو ورځو په لړ کې نږدې ۱۰۰ تنه افغان کډوال د سند ایالت له زندانونو خوشې شوي چې څه باندې ۳۰ تنه یې قانوني کډوال دي.

 د پاکستان له بند خونو یو شمېر را خلاص شوي افغانان بیا هلته ورسره له شوي ناوړه چلنده شکایت لري.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه هېواد په وروستیو کې په پرله پسې دول افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورنیږي او غوښتنې ترې کېږي چې خپل دا چلند بدل کړی، خو پاکستان په دې تړاو د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه نه ده اېښې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...