Homeخبرونهپاکستان په ضمانت د منظور پښتین خوشې کول ځنډولي

پاکستان په ضمانت د منظور پښتین خوشې کول ځنډولي

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۷ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتين مدافع وکیل مصدق عزیز خټک ویلي چې پاکستان په ضمانت د نوموړي د خوشې کېدو هڅې ځنډولې دي.

د هغه په وینا،، د دوی د ضمانت غوښتلو وړاندیز د 25م دسمبر پورې ځنډول شوی خو دوی اوس هم په تمه دي چې غږ یې واورېدل شي.

 خټک وویل، د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمه کې دوی ته ويل شوي وو چې قاضي ابوالحسنات محمد ذوالقرنېن اډياله زندان ته د عمران خان د قضيې اورېدلو دپاره تللی او د پښتين د ضمانت غوښتنې د اورېدو لپاره به ورته د دسمبر 25مه نېټه ورکړل شوې ده.

خو نوموړي وويل، يو خو د ضمانت په غوښتنه کې دومره اوږده نېټه نه ورکول کيږي او بل په 25م دسمبر رخصتي ده، ځکه دوی اوس هم نوموړي قاضي ته په تمه دي چې د منظور پښتین د ضمانت لپاره دوی واوري.

د یادونې وړ ده چې ښاغلی پښتین نږدې دوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان په چمن کې پاکستاني ځواکونو پر هعه له ناکام وسله وال برید وروسته ونیوه او بندي یې کړ.

د هغه د نیول کیدو خلاف په بېلابېلو هېوادونو کې پښتنو فعالانو اعتراضیه غونډې کړي او د پاکستان دا عمل یې غندلی او د منظور پښتین پر وړاندې د قانوني او انساني چلند غوښتنې شوي.

1 COMMENT

  1. قدرمن استاد دودیال دې ژوندی وي ، چې مونږ د خپل هېواد او نړیوالو پرېکړو ، مسؤولیتونو او مکلفیتونو نه خبروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...