Homeخبرونهنامتو افغان کرکټ لوبغاړی شاهپور ځدراڼ، له مرګونې ناروغۍ سره مبارزه کوي

نامتو افغان کرکټ لوبغاړی شاهپور ځدراڼ، له مرګونې ناروغۍ سره مبارزه کوي

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د افغانستان د کرکټ پخوانی تکړه توپ‌اچوونکی شاهپور ځدراڼ د سختې ناروغۍ له امله د ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی او دا مهال د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې تر درملنې لاندې دی.

د راپورونو له مخې، هغه په یوې نادرې او خطرناکې ناروغۍ اخته شوی چې له کبله یې د بدن دفاعي سیستم ګډوډ کېږي او د «HLH» په نوم پېژندل کېږي. ویل کېږي چې نوموړی د روغتون د ځانګړې پاملرنې (ICU) په څانګه کې بستر دی.

د هغه ورور، غمي ځدراڼ، ویلي چې د شاهپور ناروغي ډېره شدیده وه او د بدن بېلابېلو برخو ته خپره شوې وه، ان تر دې چې پر مغزو یې هم اغېز کړی و. د ده په وینا، د درملنې له پیل وروسته د شاهپور حالت یو څه ښه شو او حتی له روغتونه رخصت هم شو، خو څه موده وروسته یې بېرته ناروغي شدیده شوه او یو ځل بیا بستر شو.

دا ناروغي د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي، او په دې حالت کې د وینې ځینې حجرې د بدن پر نورو حجرو برید کوي، چې د ځیګر او طحال (سپلېن) د لوېدو سبب کېږي. ډاکټران وایي، که دا ناروغي پر وخت ونه پېژندل شي، د مرګ خطر یې لوړ وي.

شاهپور ځدراڼ، چې اوس ۳۸ کلن دی، د افغانستان د کرکټ له مهمو لوبغاړو څخه و او د چپ لاس تېز توپ‌اچوونکي په توګه یې شهرت درلود. هغه د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره نړیوالې لوبې کړي او د هېواد د کرکټ د ودې په لومړیو کلونو کې یې مهم رول درلود.

نوموړی د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبډلې برخه و او په خپلو اغېزناکو توپ‌اچونو سره یې پام ځانته رااړولی و. هغه په خپله اوږده مسلکي دوره کې د خپلې تهاجمي لوبې، لوړ قد، اوږدو وېښتانو او جدي مزاج له امله د مینه‌والو په منځ کې ډېر محبوب و.

شاهپور ځدراڼ د ژوند لومړني کلونه په پېښور ښار کې د کډوال په توګه تېر کړي وو، هلته یې کرکټ پیل کړ، او وروسته بېرته افغانستان ته ستون شو.

د شاهپور د ناروغۍ د خبر له خپرېدو وروسته، د کرکټ ګڼو ستورو او مینه‌والو د هغه لپاره د دعا او ملاتړ څرګندونه کړې ده، او هیله کېږي چې نوموړی به له دې سختې ناروغۍ روغ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...