تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د بشري حقونو د بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له اندېښنو سره سره اروپايي ټولنه د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر پلانونو کار کوي چې په دې اتحادیه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی د اروپايي کمېسیون او د څو غړو هېوادونو په همغږۍ اروپا ته سفر وکړي. دا سفر وروسته له هغه پلان کېږي چې اروپايي چارواکو د موضوع د ارزونې لپاره افغانستان ته دوه جلا سفرونه کړي وو. تر اوسه اروپايي کمېسیون طالبانو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې.
په وروستیو کلونو کې د کډوالو د ایستلو موضوع د اروپايي هېوادونو لپاره مهمه شوې، ځکه د کډوالۍ پر ضد عامه نظر سخت شوی او ښياړخي ګوندونو سیاسي ځواک زیات کړی دی. شاوخوا شلو اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د ایستلو لارې څېړلي چې په جرمونو محکوم شوي دي.
جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې دا بهیر پیل کړی او له سلو ډېر افغانان یې د قطر له لارې د ځانګړو الوتنو په وسیله بېرته استولي دي. اتریش هم ورته ګامونه اخیستي دي.
ټاکل شوې وه چې د طالبانو پلاوی د مارچ په وروستیو کې اروپا ته ولاړ شي، خو اوس دا سفر راتلونکو اوونیو ته ځنډول شوی دی.
یوې ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې ښايي دا پلاوی د دوبي تر رارسېدو مخکې اروپا ته ور وبلل شي او دا به یو “تخنیکي” ټیم وي.
اروپايي چارواکي هڅه کوي د الوتنو، د کابل هوايي ډګر د ظرفیت او همداراز د هغو کسانو د وضعیت په اړه معلومات راټول کړي چې افغانستان ته به بېرته ستنېږي.
خو دا پلانونه له جدي اندېښنو سره مله دي. د بشري حقونو ډلې وایي افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخامخ دی، چې وچکالۍ او د بهرنیو مرستو کمښت نور هم خراب کړی دی. سربېره پر دې، اروپايي ټولنه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده، او تېر کال افغانان د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه.