Homeخبرونهد هند او نیوزیلنډ ترمنځ د نړیوال شل اوره جام پایلوبه

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د نړیوال شل اوره جام پایلوبه

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۷ مه) د نړیوال شل اوره کرکټ جام پایلوبه نن د نیوزیلنډ او هند ترمنځ د هند په احمداباد لوبغالي کې کېږي.

هند او نیوزیلنډ په نیمه پایلوبه کې خپلو سیالانو، جنوبي افریقا او انګلیستان ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل.

د نړیوال شل اوره جام پایلوبه د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ بحې پیلېږي.

په روان جام کې نیوزیلنډ په لومړي پړاو یا سرلوبو کې یوه مسابقه پر جنوبي افریقا بایللې، نورې ټولې سیالۍ یې ګټلي دي. هند بیا په دوهم پړاو یا منځلوبو کې یوه سیالي په جنوبي افریقا بایللې ده.

سره له دې چې د نیوزیلنډ لوبډله، په ښه حالت او روحیه کې ده، ګومان کېږي چې هند به پایلوبه وګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...