Homeخبرونهنوې موندنه: غضروف ښايي په خپله بېرته ورغېدای شي

نوې موندنه: غضروف ښايي په خپله بېرته ورغېدای شي

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸ مه) غضروف (د بندونو نرم محافظتي نسج) ته معمولاً هغه مهال د پام وړ اوړي چې زیانمن شي. ډاکټرانو له لسیزو راهیسې د مفصلونو د ورستېدو یا آرتروز ناروغانو ته ویلي چې کله غضروف له منځه ولاړ شي، بیا نه رغېږي. د دې اصلي لامل دا دی چې غضروف د بدن د ډېرو نورو نسجونو په څېر د وینې رګونه نه لري او له همدې امله یې د طبیعي ترمیم وړتیا محدوده ده.

آرتروز، چې د غضروف د تدریجي تخریب له امله رامنځته کېږي، د نړۍ له مهمو معلولیت‌پېداکوونکو ناروغیو څخه ګڼل کېږي. اوسمهال داسې کومه تایید شوې درملنه نشته چې د دې ناروغۍ بهیر ودروي یا یې بېرته راواړوي، او درملنه یې تر ډېره د درد تر کنټرول، فزیوتراپي او په سختو مواردو کې د مفصل تر بدلولو پورې محدوده ده.

د غضروف د بیا رغېدو لپاره نوې هیلې

خو نوې څېړنې ښيي چې ښايي دا پخوانی باور په بشپړه توګه سم نه وي. ساینسپوهان اوس د هغو لارو چارو په لټه کې دي چې د بدن دننه د غضروف بیا رغونه وهڅوي.

د امریکا د نارت‌وېسټرن پوهنتون یوې څېړنیزې ډلې داسې د پیچاري کېدونکې یا تزریق کېدونکې ماده جوړه کړې چې له لنډو پروټیني ټوټو او یو ډول تعدیل شوي هایالورونیک اسید څخه جوړه شوې ده.

دا ماده له تزریق وروسته په مفصل کې په خپله د ډېرو نریو فایبرونو په یوه شبکه بدلېږي او د سالم غضروف په څېر جوړښت رامنځته کوي. دغه شبکه نه یوازې فزیکي ملاتړ برابروي، بلکې شاوخوا حجرو ته هم پیغام ورکوي چې نوی غضروفي نسج جوړ کړي.

پر پسونو ترسره شویو ازموینو وښودله چې د شاوخوا شپږو میاشتو په موده کې نوی غضروف جوړېږي چې د دوهم ډول کولیجن په څېر مهم عناصر لري او د فعالیت له پلوه طبیعي غضروف ته ډېر ورته وي.

د زړښت اغېز

یوې بلې څېړنې د زړښت او د غضروف د ترمیم ترمنځ اړیکه څېړلې ده. د سټنفورډ پوهنتون ساینسپوهانو د 15-PGDH په نوم یو پروټین موندلی چې د عمر له زیاتېدو سره ډېرېږي او د ترمیموونکو مالیکولونو په تجزیه کولو سره د نسجونو د رغېدو بهیر ورو کوي.

پر زړو موږکانو په ترسره شویو ازموینو کې د دې پروټین مخنیوي د غضروف تخریب ودراوه او آن تر یوه حده یې بېرته ورغاوه. د انسان د غضروف نمونو هم وښودله چې د دې انزایم مخنیوی د سالم هایالین غضروف تولید هڅولی شي.

د التهاب ضد جیني درملنه

درېیمه تګلاره د غضروف پر مستقیم ترمیم نه، بلکې د التهاب پر کنټرول تمرکز کوي؛ ځکه التهاب د مفصلونو د تخریب بهیر ګړندی کوي.

د مایو کلینیک څېړونکو د جیني درملنې په مرسته د مفصل حجرې دې ته اړ ایستلې چې په دوامداره توګه د التهاب ضد پروټین تولید کړي. د لومړنیو ازموینو پایلې ښيي چې دې طریقې درد کم کړی، د مفصل فعالیت یې ښه کړی او د محافظتي پروټین کچه لږ تر لږه د یوه کال لپاره لوړه پاتې شوې ده.

لا هم نورو څېړنو ته اړتیا شته

سره له دې چې دا نوې لارې لا تر اوسه په پراخو انساني ازموینو کې نه دي تایید شوې، خو دا ټولې څېړنې دا څرګندوي چې آرتروز ښايي یوازې د عمر له امله رامنځته کېدونکی نه جبرانېدونکی زړښت نه وي.

ساینسپوهان اوس دا ناروغي یو داسې بیولوژیکي بهیر بولي چې ښايي د مالیکولونو، حجرو او نسجي جوړښتونو په کچه د مداخلې له لارې یې پرمختګ ورو کړي او یا آن تر یوه حده بېرته ورغول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب