تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۶ مه) پاکستان او روسیې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د امنیتي همکاریو د پراخولو لپاره یوه نوې هوکړه لاسلیک کړې ده.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې دا موافقه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولڅیف ترمنځ د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې، چې په قرغیرستان کې جوړه شوې وه، لاسلیک شوه.
د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه کړې چې په خپلو هېوادونو کې د غیرقانوني مېشتو وګړو د بېرته ستنولو په برخه کې به همکاري زیاتوي. همداراز، د نشهيي توکو او مخدره موادو د قاچاق پر ضد د ګډو هڅو د پیاوړتیا پرېکړه هم شوې ده.
محسن نقوي د غونډې په څنګ کې د تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان او قزاقستان له کورنیو چارو وزیرانو سره هم جلا ولیدل.
د تاجکستان له کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده سره په کتنه کې د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د نشهيي توکو د تولید په اړه خبرې وشوې. دواړو لورو اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالې دي او دا وضعیت د سیمې امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.
له ازبکستاني سیال عزیز تاپولاتوف سره په لیدنه کې د امنیتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او ګډو روزنیزو پروګرامونو پر پراختیا خبرې وشوې، او د همغږۍ د زیاتولو لپاره د ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه وشوه.
همدارنګه، د قرغیزستان د کورنیو چارو وزیر سره په خبرو کې دواړو خواوو د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه وکړه.
له بلې خوا، د قزاقستان د کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د ګډې کاري ډلې د جوړولو پرېکړه وشوه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوره هم پراخه شي.