Homeخبرونهکرزي د افغان نجونو لپاره د تعلیمي بورسونو هرکلی وکړ

کرزي د افغان نجونو لپاره د تعلیمي بورسونو هرکلی وکړ

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۶ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې تر هر څه وړاندې) له لوري افغان نجونو ته د لوړو زده‌کړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.

کرزي په یوه بیان کې ویلي چې د دې پروګرام له لارې ۷۴ افغان نجونې د امریکا د متحدوایالتونو له بېلابېلو پوهنتونونو فارغې شوې دي.

نوموړي فارغو شویو نجونو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د دوی بریا نه یوازې د محصلانو لپاره، بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم یو مهم پرمختګ دی.

کرزي د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو پر دوام ټینګار کړی او زده‌کړې یې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ بنسټیزه اړتیا بللې ده.

هغه همداراز د لوستو او مسلکي کسانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د نجونو پر مخ باید ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي، څو خپلې زده‌کړې په هېواد دننه هم دوام ورکړي.

1 COMMENT

  1. پنجابیانو د افغانستان خلک په عجیب مصیبت ګرفتاره کړیدي . داسې مصیبت چې د افغانستان خلک یې د عربي جهالت دور ته یعنې د محبوب پیغمبر تر راتګ مخکې کلونو ته بوولي دي . عربانو هم 1400 کاله د ګران پیغمبر تر راتګ مخکې خپلې لورګانې او نجونې ژوندۍ تر خاورو لاندې کولې . ملاندیم د عالي تحصیلاتو پر ضد وزیر هم د ښوونځیو او پوهنتونونو ، د علم دروازې د ټولو افغانانو ، خصوصا نجونو پرمخ تړلي دي .
    د اسلام دین تر خپرېدو وروسته اسلامي نړۍ په ساینس او علم کې مخکښه وه . غربیانو له دوی علم زده کړ او دا دی نن د ترقي اوپرمختګ په ډېرو عالی مدارجو کې دي . خو مسلمانان د دغې جاهلې طبقې له لاسه هرشي ته احتیاج دي.
    «وَالسَّلامُ عَلیٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدىٰ»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...