دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+اسټراليا هند ته ۳۹۰ منډې هدف ورکړ

اسټراليا هند ته ۳۹۰ منډې هدف ورکړ

تاند (یک شنبه، د قوس ۹) اسټراليايي توپوهونکو دهند پر وړاندې يو ځل بيا په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه.

د اسټراليا او هند ترمنځ دوهمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه نن په سډني کې روانه ده.

د لوبې په پيل کې اسټراليا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

اسټراليا په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٣٨٩ منډې وکړې چې، سميت په ٦٤ توپونو ١٠٤ ډيويډ وارنر ٨٣ مارنوس لابوشين ٧٠ګلين ميکسويل په ٢٩ توپونو ٦٣ او لوبډلمشر ارون فنچ ٦٠ منډې وکړې.

د هند له لوري محمد شامي، جسپريت بومرا او هارديک پانډيا ١-١ لوبغاړي وسوځول

هند په دوهمه لوبه کې هم له سختیو سره مخ ده او وبه ليدل شي چې هدف به ترلاسه کړي او که نه.

د يادولو وړ ده چې د اسټراليا او هند ترمنځ په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم اسټراليايي توپوهونکو چټکه توپوهنه ترسره کړې وه چې سټيو سميت او ارون فنچ پکې سليزې وهلې وې.

د نننۍ لوبې لپاره د هند ١١ کسيزه نوملړ:

شکر دوان، ماينک اګروال، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، شرياس اير، کى ايل راهول (ويکټ ساتونکى)، هارديک پانډيا، رويندرا جديجا، محمد شامي، چاهل، نوديپ سېني او جسپريت بومرا.

له دې وړاندې لومړنۍ لوبه هم استراليا لوبډلې په ستر توپير ګتلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب