جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهبشري حقونو کمیسیون: هدفي وژنو اندېښمن کړي یو تاوتریخوالی باید ودرول شي

بشري حقونو کمیسیون: هدفي وژنو اندېښمن کړي یو تاوتریخوالی باید ودرول شي

تاند(یکشنبه، د قوس ۹) د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې هېواد کې د هدفي وژنو پر زیاتوالي اندېښمن دي او دوی هیله لري چې  ژر تر ژره پر ملکي هدفونو بریدونه پای ته ورسېږي.

د یاد کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي او ټول په یوه خوله د تاوتریخوالي د بس کېدو غوښتنه کوي.

هغې دغه راز ویلي، په دې وروستیو کې پر خبریالانو، د بشري حقونو پر فعالاتو او ملکي وګړو بریدونه ډېر شوي دي او دې چارې دوی سخت اندېښمن کړي دي.

اغلې اکبر په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې د تاوتریخوالي کمښت باید لومړیتوب وګرځوي څو نور هیڅ یوه افغانه کورنۍ خپل عزیزان له لاسه ورنه کړي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون طالبانو تایید کړه چې د بین الافغاني مذاکراتو پر کړنلاره له افغان حکومت سره موافقې ته رسېدلي دي خو د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي دا خبره په کامل ډول تایید نه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب