جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبرېښنا شرکت: اوسنۍ برېښنا د خلکو غوښتنې نه شي پوره کولی

برېښنا شرکت: اوسنۍ برېښنا د خلکو غوښتنې نه شي پوره کولی

تاند (شنبه، د قوس ۹) د افغانستان برېښنا شرکت مسولانو د د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل چې د ازبکستان له لوري د برېښنا انرژۍ رالېږد عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د یاد شرکت د عملیاتي ریاست سرپرست احمد سلیم سلیمي وایي چې، تیر کال ژمي کې پلازمېنې کابل ۶۸۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لرله، خو سږ کال دا اړتیا ۷۶۰ میګاواټو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان برښنا شرکت د عملیاتي ریاست سرپرست دغه راز وویل، چې د نغلو برښنا تولید بند د اوبو غوره مدیریت او د وارداتي برېښنا تنظیم برخه کې هڅې کیږي، چې په هستوګنیزه برخه کې د برېښنا پېرودونکو د پرچاوۍ ساعتونو کې کمښت راشي او له صنعت کارانو سره د شوې هوکړې له مخې صنعتي پارکونو ته د ورځې لخوا ۱۲ ساعته برښنا ورکول کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې، د ترکمنستان- افغانستان ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي پروژې، د شبرغان – مزار شریف پروژې او په مزار شریف کې د ۵۰ میګاواټه برېښنا دستګاه فعالیدو سره به راتلونکی کال کې په مرکز او ولایتونو کې د برېښنا کمښت ستونزه حل شي.

دا کنفرانس داسې مهال ترسره کېږي چې د ژمي په راتګ سره په کابل او ولایتونو کې د برېښنا ستونزه ډېره شوې او عام خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب