Home+د بدن د اوبو کمښت څنګه په څو ثانیو کې معلومولی شئ؟

د بدن د اوبو کمښت څنګه په څو ثانیو کې معلومولی شئ؟

تاند (دوشنبه، د چنګاښ ۱۵ مه) – اوبه د انسان د روغتیا لپاره حیاتي ارزښت لري، او په ځانګړي ډول د دوبي په ګرمو ورځو کې د بدن د اوبو کمښت جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کولی شي.

تنده د بدن هغه طبیعي نښه ده چې څرګندوي بدن د خپلو عادي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره اوبو ته اړتیا لري. خو د اوبو کمښت (ډي‌هایډرېشن) تل یوازې له تندې سره مل نه وي.

د ډي‌هایډرېشن نورې نښې د ادرار تت رنګ، د ادرار کمښت، د خولې وچوالی، د پوستکي وچوالی، ستړیا، د سر ګرځېدل او د سر درد دي.

خو که تنده احساس نه کړئ، څنګه پوهېدای شئ چې د بدن اوبه مو کمې دي؟

متخصصان وایي، د دې لپاره یوه ډېره ساده ازموینه شته چې یوازې په څو ثانیو کې ترسره کېږي.

د انسان پوستکی په طبیعي ډول ځلېږي، خو د بدن د اوبو له کمښت سره یې ځلا کمېږي او سپېره ښکاري.

د دې ازموینې لپاره د لاس د شا پوستکی د دوو ګوتو ترمنځ د څو ثانیو لپاره ورو ونیسئ او بیا یې خوشې کړئ.

که پوستکی سمدستي خپل عادي حالت ته راوګرځي، نو د بدن د اوبو اندازه مناسبه ده. خو که پوستکی خپل عادي حالت ته په ورو ورو راګرځي، دا د بدن د اوبو د کمښت نښه کېدای شي.

دا موندنه د ۲۰۰۷ کال په یوه څېړنه کې، چې د بېړنیو طبي چارو په یوه علمي مجله کې خپره شوې وه، هم تائید شوې ده. څېړونکو ویلي چې د پوستکي روښانوالی او جوړښت د بدن د اوبو له کمښت څخه اغېزمنېږي، او دا ساده ازموینه تر یوه بریده د ډي‌هایډرېشن په پېژندلو کې مرسته کولی شي.

خو متخصصان یادونه کوي چې د عمر له زیاتېدو سره د پوستکي ځلا یا روښانوالی په طبیعي ډول کمېږي، نو په زړو کسانو کې ښايي پوستکی بېرته خپل عادي حالت ته په راتلو کې تر شاوخوا ۲۰ ثانیو وخت ونیسي. که دا موده تر دې هم اوږده شي، نو سپارښتنه کېږي چې ژر تر ژره کافي اوبه وڅښئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب