تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د افغانستان د لومړي ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د هغه د کورنۍ په غوښتنه نن (دوشنبه د چنګاښ ۱۵مه) له جرمني څخه کابل ته راولېږدول شو.
د افغانستان د لومړي ستورمزلي عبدالاحد مومند له جسد څخه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ځانګړی هرکلی وشو.
پرون یکشنبه د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې، د هغه جنازه به د کابل په عیدګاه کې وشي او مړی به یې د مرنجان په تپه کې خاورو ته وسپارل شي.
عبدالاحد مومند د ۱۳۳۷ لمریز لېږدیز کال د مرغومې پر ۱۰مه د اسلامي تمدن د مرکز غزني ولایت په یوه دینداره کورنۍ کې پیدا شو.
هغه ۱۳۶۷ / ۱۹۸۸ کال کې د افغانستان لومړنی ستورمزلی شو او هېواد ته یې ویاړ، عزت او نړیواله پېژندنه ورپر برخه کړه.
عبدالاحد مومند د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د غبرګولي په ۳۰مه د آلمان په اشتوتکارت ښار کې له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ.
د عبدالاحد مومند د جنازې لمونځ له غرمې مخکې ۱۰:۲۰ د کابل په عیدګاه جومات کې د حکومتي چارواکو، د هغه د کورنۍ د غړو، خپلوانو، همکارانو او ښاریانو په ګډون ادا او بیا به د کابل په تپه مرنجان ادیره کې خاورو ته وسپارل شي.