تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) کریستیانو رونالډو اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته به نور د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون ونه کړي.
د پرتګال د ملي لوبډلې کپتان ټینګار کړی چې تر خپلې وروستۍ ورځې پورې به یې یوازینی هدف د خپل هېواد د ملي لوبډلې بریا وي.
رونالډو د خپل راتلونکي په اړه روانو اټکلونو ته د پای ټکی کېښود او ویې ویل چې، له ۲۰۲۶ نړیوال جام وروسته به له دې سترې سیالۍ سره مخه ښه وکړي.
هغه چې د نړۍ د فوټبال د تاریخ له تر ټولو ستر او اغېزمنو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي، وویل چې ټول تمرکز یې د پرتګال پر ښه ځلېدو دی او غواړي خپله وروستۍ نړیواله سیالي په غوره ډول ترسره کړي.
د پرتګال د فوټبال دې ستوري د ملي لوبډلې د راتلونکي په اړه هم وویل چې د ملي لوبو د پای وخت به خپله ټاکي او د نورو د فشارونو یا څرګندونو تر اغېز لاندې به پرېکړه ونه کړي.
رونالډو هغو نیوکو ته هم اشاره وکړه چې په وروستیو کلونو کې د هغه د فوټبال د دوام په اړه شوې دي.
هغه وویل چې په میدان کې یې ښودلې لوبه د ټولو شکونو تر ټولو ښه ځواب دی او ټینګار یې وکړ چې د پرتګال بریا ورته تر هر ډول شخصي ریکارډونو ډېره مهمه ده.
هغه وایي که ګول هم ونه وهي، مهمه دا ده چې لوبډله بریالۍ شي، بل پړاو ته لار ومومي او ښې پایلې ترلاسه کړي.
دغه باتجربه بریدګر لوبغاړی لا هم د پرتګال د ملي لوبډلې له مهمو او اغېزناکو لوبغاړو ګڼل کېږي او د خپلو ګولونو په وسیله یې د لوبډلې په بریاوو کې مهم رول لوبولی دی.
رونالډو له ۲۰۰۳ کال راهیسې د پرتګال د ملي لوبډلې جرسي اغوستې ده.
هغه د څه باندې دوو لسیزو په اوږدو کې د دې هېواد د ملي لوبډلې د تاریخ تر ټولو غوره ګول وهونکی ګرځېدلی دی.
نوموړي د ګڼو ریکارډونو ترڅنګ، د پرتګال د UEFA Euro 2016 او د UEFA Nations League په اتلولیو کې هم ستره ونډه لرلې او اوس د دې هېواد د فوټبال د زرینې دورې د پای پړاو ته نږدې شوی دی.
ورزش پوهان وایي،کریستیانو رونالډو یوازې یو ستر فوټبالر نه، بلکې د هڅې، استقامت او نه ماتېدونکي عزم یو ژوندی سمبول دی.
دوی وایي،که څه هم له نړیوال جام سره یې د مخه ښه پرېکړه د میلیونونو مینهوالو لپاره احساساتي خبر دی، خو د هغه میراث به د فوټبال په تاریخ کې تل ژوندی پاتې وي.
د دوی په باور د رونالډو ریکارډونه، قربانۍ او د خپل هېواد لپاره بېساري خدمتونه به د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام سرچینه وي او هر پای د یوې نوې کیسې پیل وي، خو د رونالډو نوم به د نړۍ د فوټبال په زرینو پاڼو کې تل روښانه پاتې شي.