Homeخبرونهد افغانستان بانک نن ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک نن ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د افغانستان بانک اعلان کړی، چې نن دوشنبه به ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلام کړي.

دغه لیلام د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغاني اسعارو ارزښت ساتلو په موخه کېږي.

د افغانستان بانک پرون (یکشنبه، د جنګاښ ۱۴مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې کړی وو چې، د نقدیتا د مدیریت لپاره به (دوشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) د عامه لیلام له لارې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر وپلوري.

د بانک په اعلامیه کې ویل شوي وو چې سوداګریز بانکونه، تبادلې شرکتونه او د مالي خدماتو چمتو کونکي چې وړتیا لري کولی شي پدې لیلام کې برخه واخلي.

خبرپاڼه کې دا ژمنه هم شوې وه چې، د شوي مقدار تادیه باید په نغدي او یوځل ترسره شي، ځکه چې پدې لیلام کې د قسطونو تصفیه اجازه نلري.

مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې، د معاملو جزوي تصفیه اجازه نه لري.»

غوښتونکو ته سپارښتنه شوې وه  چې، خپلې د داوطلبۍ پیسې په نغدي ډول د افغانستان بانک ته په ټاکلې موده کې وسپاري.

ډېره موده وشوه چې، افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په داسې ښکاره ډول د دالرو د لیلام خبرتیا نه وه خپره شوې او دلیل یې هم نه دې څرګند، دا دی اوس بیا د ډالرو د لیلام علني پروسه پیل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب